د پکتیا ولس : د ډیورنډ پرلیکه د اغزن تار مخه به ونیسو

 

(کابل ټکی کام  ۱۳۹۶ وری ۱۶) محمد طاهر

د پکتیا ولس د ډیورنډ کرښې په اړه د دې ولایت په مرکز ګردیز کې یوه لویه مظاهره تر سره کړه، چې د افغان حکومت نه يې د پاکستان د یرغلګر سیاست مخنیوي غوښتنه وکړه.

په ننني مظاهره کې وویل شو، که حکومت د ډیورند له کرښې دفاع نه‌ شي کولای ولسونه به له خپلې خاورې دفاع وکړي او په حکومت غږ کوو چې د پاکستان له لوري د روانو موانعو مخه دې ژر تر ژره ونيسي.

په دې مظاهره کې مدني فعالانو، قومي مشرانو او دپکتیا عام ولس ګډون کړی و، چې د عبد الطیف پدرام په ورستیو څرګندونې او د ډیورنډ پر لیکه د پاکستان لخوا د اغزن تار لګول په کلکو ټکو وغندل  او له ګډ حکومت نه يې د دې کار بندول غوښتي.

د لويې پکتیا فرهنګې ټولنې مشر سید جمال الدین اصف خیل دولت کې په یو شمیر چارواکو د ایران او پاکستان د جاسوسانو تور پورې کړ او له افغان چارواکو ته يې د ډیورنډ پر لیکه د تارونو د منعه کولو خبره وکړه .

دې مظاهره کې يو بل مدني فعال او قومي مخور عبدالهادي حماس د پاکستان پر ضد تُندې څرګندونې وکړې او ويې‌ ويل، دا کرښه د افغانستان د خلکو او ولسونو لپاره د منلو وړ نه ‎ده.

نوموړي زیاته کړه، دا کرښه د افغان ولس په سينه او زړه باندې تېرېږي او هېڅوک به پرې نه‎ ږدي چې دغه اغزن سيم په دې خاوره تېر شي او ټول ولسونه به ‌يې مخه نیسي، خو له حکومته هم غواړو چې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د دې کار مخنیوی  وکړي.

د ده په وينا، هېڅوک به‌ پرې نږدي چې د ډېورند فرضي کرښه په دوی د رسمي کرښې په توګه ومني ، تر څو د نړيوالو قوانينو په رڼا کې خپل حدود د پخوا غوندې له ګاونډيو سره معلوم کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button