لیکنه: همایون عیسی خېل
رښتیا هم له مسلمانۍ څخه تعویذ جوړ شوی دی، غاړې ته یې واچوه بس نور مزې کوه. (العیاذ بالله ) که کفر ډنګوې، که مسلمان صرف پدې پلمه وژنې چې مسلمان دی، که د کفر غلامي کوې، که خدای ج نه منې ، که د قران له ایتونو څخه منکر یې، که جهاد ته ترهګري وایې، که په اسلام کښې ولاء او براء (دوستي او دښمني) درته بل دین ښکاري، که مدرسو او جوماتو ته د ترهګرۍ فابریکه ووایې، که د ښځو حجاب درته تشدد ښکاري، که اسلام ته کفر او کفر ته اسلام وایې بس څه هر څه چې دې زړه غواړي تکړه شه کوه یې. نه کافر کېږې او نه دې څوک له اسلام څخه ویستلی شي ځکه چې تا د اسلام تعویذ په غاړه کړی او یا ګهیځ چې له خوبه راپاڅیدې کلمه مبارکه دې په ځان چوف کړې ده تر سبا دا وخته پورې نه کافر کیږي.
پرون د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني استرلیايي ولس ته په افغانستان کې د دوی د وژل شویو عسکرو په مړینه غمرازي کړې او د هغوی قرباني یې ستایلې ده او ټینګار یې کړی چې افغانان به د استرلیايي ځواکونو قرباني نه ضایع کوي.
وایي نوموړی مخکې له دې چې له لومړي وزیر (مارکوم تورنبول) سره وویني، د دوشنبې په ورځ د دې هېواد د افغانستان په جګړه کښې وژل شویو استرلیايي عسکرو په څلو یې احتراما د ګلانو ګیډۍ کېښودې.
نوموړي استرلیايي ولس ته په خطاب کې وویل: ز ه ځکه دلته راغلی یم چې تاسو خپل ځانونه قربان کړي، تاسو او ستاسو کورنیو ته د احترام مراتب وړاندې کوم چې په جګړه کې مو خپل دوستان له لاسه ورکړي.
بل لور ته بیا په واشنګټن کې افغان سفیر د امریکایي عسکرو څخه مننه کړې. د راپورونو له مخې د ولسمشر د مننې څخه وروسته په واشنګټن کې افغان سفیر حمدالله محب د امریکا اکلاهوما ایالت ته تللی او هلته یې له هغو امریکايي عسکرو څخه مننه کړې کومو چې په افغانستان کې جګړه کړې او اوس خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان سفیر ویلي چې د اکلاهوما ښار یې ځکه غوره کړی چې وګړو یې په افغانستان کې زیاته قرباني ورکړې. نوموړي راستانه شوو عسکرو ته په وینا کښې وویل: زه نن خاص په همدې خاطر راغلی یم چې امریکايي عسکرو ته اطمنان ورکړم چې زمونږ هېواد ته د دوی په برکت څومره لویه فایده رسیدلې، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ستړیاوې او قرباني نه ضایع کیږي.
راځئ چې لږ دغه کړو وړو ته ځیر شو:
۱: ایا په اسلام کې دا روا دي چې د یو کافر قبر ته د احترام مراتب تقدیم کړې؟ په تېره چې هغه د صلیب په ملتیا د مسلمانانو پر ضد جګړو کې وژل شوی وي؟
۲: ایا دا روا دي چې د یو کافر په مړينې غمرازي ښکاره کړې؟ هغه هم داسې کافر چې د اسلام سرسخته دښمن وي؟
۳: د دوی قرباني ستایل څه حکم لري؟ او هغه هم د اسلام او ملسمانانو د وژلو قرباني؟
۴ـ ایا په قبر د ګلانو ګیډۍ کېښودل شرعا ثابت دي؟ بالفرض که ثابت هم شي نو د یو نجس په قبر د ګلانو کیډۍ کېښودل بې له مینې او تعظیمه نور کوم مقصد لري؟
۵: د کافرانو زحمت ایستلو ته قرباني ویلی شو او کنه؟ هغه هم د مظلوم مسلمان په وینو تویولو کې؟
۶: د قرباني نه ضایعه کول بدون له دې نور څه معنا لري؟ چې مونږ به هم ستاسو په قدم تګ کوو او ستاسو لاره به تعقیبوو. لکه څنګه چې تاسو د قران، رسول او د دین بې حرمتي مو وکړه مونږ به یې هم وکړو، لکه څنګه چې تاسو د مظلوم ملت وینې وزبښلې همداسې به یې مونږ هم وزبېښو. لکه څنګه چې تاسو په افغانانو بې رحمانه بمباریانې کولې او د شپې مو له خوږه خوبه راپاسول همدسې به مونږ هم کوو، لکه څنګه چې تاسو په زرهاوو افغانان شهیدان، ړانده، کونډې، یتیمان او ډېر مو د ویر په ټغر کېنول مونږ به یې هم کېښنوو.
الله جل شانه فرمایي:
(بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (۱۳۸) الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا)
[النساء۱۳۹]
ژباړه: (اې رسول صلی الله علیه وسلم) منافقینو ته زیری ورکړه چې دوی لپاره سخت غذاب دی. هغه کسان چې کافران په دوستۍ نیسي بې له مومنانو (مومنان په دوستۍ نه نیسي)، ایا دوی د کافرانو سره عزت لټوي او عزت په مکمله توګه د الله ج سره دی .
کله چې دوی ځانو ته مسلمانان وایي نو بیا څنګه دوی کافران په دوستي نیسي او د مړو یې احترام کوي؟ ښکاره خبره ده چې د افغانستان په جنګ کې وژل شوي اسټرلیایي یا امریکایي عسکر کافران دي او د کافرانو په حکم کښې د زمانې په تېریدو سره څه بدلون هم نه راځي.
او الله تعالی دا هم ندي ویلي چې باچایان د دې امر څخه وتلي دي. کله چې دا خبره منو بیا څنګه د ګډ حکومت ولسمشر او سفیر یې د مړو احترام کوي؟ او څنګه له دوی څخه مننه کوي چې تاسو مونږ ته ډېرې فایدې رارسولي دي، څنګه د دوی قرباني نه ضایعه کوي؟ دوی خپل عزت د کافرانو په دوستي کې ویني حال دا چې عزت د الله تعالی سره دی.
الله (جل جلاله) چې څوک ذلیله کړي هغوی ته کافران عزت نشي ورکولی او چا ته چې الله تعالی عزت ورکړي هغوی کافران ذلیله کولی نشي.
الله (جل جلاله) دې نور مسلمان بالخصوص د ګران هېواد کړیدلی اولس نور له دې یرغلګرو او له ګوډاګیانو په امان کړي . الله ج دې نور پرې اسلامي نظام نافذ کړي امین.

















