زکریا حقاني
پــام کـوه ډیر پام چې وارخطا نشــــې
صبــر شـــه زړګـیــه پــه ژړا نـشـــــې
لاس ورکــړه د صبـر کــړۍ ونیــســــه
ګــوره چــې پـه ویر او په ویلا نشــې
دا خـو انـقــلاب دی د دردونو ژونــــد
پـام چـې لـه تقــدیـره بې پروا نـشـــې
راز د میــني پــټ په زړه کې وسـاتــه
اوښکې دې کړه پاکې چې رسوا نشې
ژوند مې بې له تا کلي کې نه کیـــږي
لاس راکــړه دلـبره بې وفا نشــــــــې
دا چې دي په شمار ملګري پاتـې دي
مل یې شه په ژوند تریـنه جدا نشې
هر عمل اخلاص په صداقت کـــــوه
ګیر چرته په مینــه د دنـــیا نـشې
ځار د مدرسې او د ســـــنـــګر یـاره
ګوره چې خفه له زکـــریا نـشـــــــې

















