چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د پل چرخي زندان لس زره بندیانو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 7, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
19
ځلې شریک شوی
237
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د پلچرخي زندان ټولو زندانيانو چې تعداد یې ۱۰۰۰۰ته رسیږي د نه خوړو اعتصاب پیل کړی.

بندیانو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې خپلې غوښتنې لیږلي او هوډ يې څرګند کړی چې تر څو يې دولت دا مشروع غوښتنې ونه مني، خپل اعتصاب ته به دوام ورکړی.

دا هم ولولئ

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

بندیانو خپلې غوښتنې په لاندې پریکړه لیک کې را یو ځای کړي. چې پرته له کومې لاسوهنې یې نشر ته سپارو.

(قطعنامه)
موږ نه غواړو قانون مات کړو، بلکه موږ غواړو، د قانون په چوكاټ کی دخپلو ستونزو لپاره حل را و باسو، چې دا نقض د قانون نه بلکه لا تحکیم او ثبات د قانون ده.
‏زموږ ستونزی په دريو کټه ګوریو ویشل سوی دی په اوله کټه ګوری کی پنځه ستونزی درج دی
اول
هغو بندیانو ته چې تقویتي فرمان اوتخفیف لګیدلی ده، اوبيرته ترې ګرځول شوی ده؛ په کلکه غواړو چی نوموړو بندیانو ته بیرته خپل سلب شوی حق واپس کړل شی؛ اوپه اړه یی جدی اجرائات وکړل شی؛
دوهم
دکال په مبارکو ورځو کی د هیواد درئیس جمور له لوری بندیانه ته قانونی فرمان او تخفیف ورکول کیږی خو په فرمان کی {سیاسی} او یا په اصطلاح هغه بندیان چی مربوط د امنیت علیه داخلی او خارجی بلل کیږی اویاهغه بندیان چې دقیدمودی یی لوړی وی لکه شل کلن اتلس کلن شپاړس کلن له همدی فرمان نه مستثنی دی،
موږپه کلكه غواړو چې ټولو بندیانو ته بدون له توپیرءنه بدون له استثنا نه فرمان اوتخفیف ورکړل شی؛
دریمش
دحبس او جزا په قانون کی یوه ماده اوس اضافه شوی ده،
هغه داسی کوم بندی چی دقید نیمی تخفیف اخستی وی، له نصف نه زیاد تخفیف نشی اخستلای، خوکه چرته کوم بندی نیم قید تیرکړی نشی ازادیدای، موږ په کلکه غواړو چې په ياده ماده کی تغیر وکړل شی اویاهم باالکلیه له قانون نه محوه كړل شی ترڅومشکل حل شی‏
څلورم
هر بندی حق لری په قانون کی چی په خپل ولایت کی دقید موده تیره کړی موږپه کلکه غواړوچی دولایتو تبدیلى خلاصه کړل شی، ترڅو بندیان او پایوازان يې له تکلیف نه خلاص؛ اوقانونی کړنه عملی کړل شی.
پنځم
دلته ډېرى بنديان په اعدام محکوم دي په کلو کلو بې سرنوشته پراته دي موږ په کلکه غواړو چې د اعداميانو سرنوشت معلوم شي؛
د وهمه كټګوری کی اته ستونزی درج دی
اول
هغه بندیان چی دقید قانونی مودی یی تیری کړی وی خوبیاهم بدون له کوم موجبه په میاشتو؛ میاشتو لا ساتل كیږی؛ دپیسو اخستلو په بهانه [رژیم] كله یوه اوکله بله بهانه کوی؛ موږپه کلکه غواړوچه کله دبندیانو دقید موده پوره شی کار ئی خلاص اوازاد کړل شی ‏
که چرته یې دوسیه کی مشکل وی بایدقانونی حل لار ورته ولټول شی اومشکل یی حل كړی؛‏
دوهم
ډیر بندیان اول په یو عادی مرض باندی اخته وی
خو له نه وجی د تداوی اخر مرض و داسی مرحلی ته ورسیږی چی ناعلاجه شی او تداوی یی ستونزمنه شی موږ په کلکه غواړو چی دتداوی په اړه که دبلاک کلنیک وی اوکه سرطبابت وى
جدی و اوسئ، او لازم خدمت وکړل شی، په اوسنی مقرری د ډاکترانو له سره غور وشی، ځکه د دوا په شتون کی هم مریض ته دوانه ورکول كیږی، او هغه دوا بیا په ځانګړی ډول پټه پربندیانو باندی پلوری
درییم
دلته ډیر بندیان اول کی هیڅ کوم عمل نه لری مګر وروسته په ناوړه نشو باندی اخته شی چه ټول ژوند یې تباشی وجه داده، چی دلته معتاد او غیرمعتاد کسان یو ځای ساتل کیږی، موږپه کلکه غواړو چې معتاد او غیرمعتاد کسان سره جدا کړل شی؛ معتادو کسانو دلته دیری نوری ستونزی هم ایجادکړی، لکه غلا،چټلتیا،او پایوازان په یوغټ مشكل کې ښکېل دي؛ دمعتادو کسانو پایوازان هیڅ اسره نکوی په هرقسم خوراکی توکو کی نشه ئی مواد رالیږدوی؛ چه دا سبب د ډیرښت د تلاشیو ،او بندښت د بعضو خوراکی توکو شو چی دایولوی مشکل ده؛ که چرته معتادو کسانو ته بلاک معین کړل شی ټول ورسره تړلی مشکلات به حل شی
څلورم
دلته ډیر داسی بندیان شتون لری چې سره خپلوان وی، او پایواز يې یو وی؛ که چرته په جدا جدا بلاکو کی وی؛ له لری ځای نه راغلی پایواز يې په شپو ورځو د خپلو بندیانو د ملاقات لپاره انتظار تیروی،
موږ په کلكه غواړو چې د پلچرخی په زندان کی له یوه بلاک نه بل بلاک ته تبدیلی قانونی او ژر بدون له کوم لګښت نه ترسره شي؛ اوس له (۱۵۰۰۰) نه (۳۰۰۰۰) پوری پیسی اخلی،
پنځم
دلته له ډیریو بندیانو سره د بلاکو د قومندانانو پرسونل او محافظينو له لورى توپیری چلند كیږی، د سمت ژبی او قومیت بدبوداره كلمات مدنظر نيول کېږي؛ حتى بعضی دمره تشدد کوی چه یو بندی په نه څه په ساعتونو او شبانروزونو ولچک کوی، وهی يې، او بی ځایه کوى يې؛ موږ په کلکه غواړو؛ چې له ټولو بندیانو سره له ظلم او تجاوز نه پرته چلند وکړل شی، تر څو مشکل حل شی،
شپږم
دلته په ډیرو بلاکو کی نفر ډیر دى، حمامونه او تشنابونه ئی کم دی، همچنان په ډیرو بلاکو کی په آفتابی ځایونو کی د پایوازانو لپاره تشنابونه نشته، موږپه کلکه غواړو، چی یاده ستونځه مو هم په جدیت سره حل کړله شى،
اوم
دلته په بلاکوکی دمره بندیان ساتل کیږی چه بلاک ئی ظرفیت نلری موږ په ټینګه غواړو چې دې ستونزی ته مو هم مثبت ځواب وویل شی،
اتم
دلته په ډیرو بلاکو کی همدارنګه په سراسر محابسو د افغانستان كی دمدرسو او مکتبو نظام مخ پر رکود او ټیټوالی روان ده، موږ په کلکه غواړو چی په پلچرخی باګرام دارنګه په ټول محابسو د افغانستان کی د پوهنی په اړه کوټلی ګامونه واخستل شی، او اینده مو روښانه شی،
په دریم کټه ګوری کی
اول
بندیانو ته باید پوره افتابی ورکړل شی، موږپه کراتو مراتو تجربه کړی ده، چی بندیانوته افتابی له قانونی وخت نه کمه ورکول کیږی
دوهم
هغه مشكل چی ګالل یی اسان نه ده، د ډیريو بلاکونو بنديان له نشت دکافی اوبو شکایت کوی، موږ په ټینګه غواړوچی دا ستونزه مو هم حل شی،‏
دریم
ددولت له لوری مقرره کاروانه ډیرځله یی د پخلی کیفیت ډیرکمزوری وی؛ اوبندیانو ته ډیره کمه ورکول کیږی؛ وجه داده چی په یاده کاروانه کی څو ځله لاس وهنه کیږی؛ موږ په جدی توګه غواړو چه راته مقرر حق راکړل شی؛ اوتلف نشی؛‏
څلورم
دلته په ډیرو بلاکو کی برق په شبانروز کی په ساعتونو ساعتونو نه وی، جدا مو باید دا ستونزه هم حل کړل شی،
پنځم
دلته د هر بلاک د کانټین نرخونه دمره لوړ دی چې حدنلری د بندیانو اقتصاد هسی هم کمزوری ده خو له دی سره یی دکانټین بیې لا اقتصاد پر ملا ماتوی، موږ په ټینګه غواړو چی دا ستونزه مو هم په جدیت حل کړل شی،

دلته له ټولو نه لویه ستونزه داده، که چرته یو څوک د خپل حق غوښتنه وکړی، له ترټلو ربړولو او بدو پایلو سره مخ کیږی، چی یوه زورونه پکی داده، چی داسی حقوق غوښتونکی د باګرام کرغیړن زندان ته وړل کیږی، موږ خپل حقوق دا ځل په ډیر جدیت سره غواړو، که مو چیرته یو بندی ته ضرر ورسیږی، بی دریځه به پاتی نشو، او دابه مو د حقوقو د سلب په معنی وی،
موږ د دولت رعیت یو، غواړو چی د رعیت غوندی چلند راسره وکړل شی، خو متأسفانه کومه توقع چی مو له دولت نه لرله، باطله ځکه ده، ځکه اول قانون ماتونکی همدوی دی، موږ له اړوندو ارګانو نه په کومو ارګانو پوری چی زموږ د ستو‎نزو حل تړلى وى، په کلکه ټينګه او مواظبت سره غواړو چى ستونزو ته مو مثبت ځواب وويل شى، حل کړل شى، او پکې له جديت نه کار واخستل شى، که مو چيرته ستونزي حل نکړل شى، موږ به خپل مظلوميت اعتصاب ته دوام ورکوو،
(د پلچرخى زندان د ټولو بلاکو او زندانيانو غوشتني)

مخکینې مطلب

روسیه : د سوريې په پوځي هډه برید به د امریکا او روسيې اړیکو ته زیان ورسوي

بل مطلب

روسيې امریکا ته د دویم ځلي برید په صورت کې د 'سختو پایلو ' خبرداری ورکړ

ځانګړي مطالب

افغانستان

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
افغانستان

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
خبرونه

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
خبرونه

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
افغانستان

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com