روسيې امریکا ته د دویم ځلي برید په صورت کې د ‘سختو پایلو ‘ خبرداری ورکړ

راپورتاژ: الماس خدرخېل

روسیې د امریکا متحدو ایالتونو هغه توغندويي برید ته توند غبرګون ښوولی، چې د سوریې هوايي ځواک پر یوې اډې یې کړی دی.

ځايي چارواکي او عیني شاهدان وايي، د امريکايي ځواکونو په بريد کې هوايي ډګر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی او سوري پوځ ویلي برید کې شپږ کسان وژل شوي هم دي.

امریکايي چارواکي وايي، دغه اډه د سې شنبې په ورځ شمال لوېدیځه سوریه کې د کیمیاوي وسلو یوه برید لپاره کارول شوې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه کې د روسیې مرستیال سفیر ولادمیر سفکرونوف امریکا ته پر سوریې د دویم ځلي برید په صورت کې د ‘سختو پایلو ‘ خبرداری ورکړ او زياته يې کړه: (تاسې باید د سختو پایلو لپاره چمتو اوسئ او د دې ټول مسئولیت به د هغو کسانو پر اوږو وي، چې دغه بریدونه یې کړي دي. د هغو پوښتنو په ځواب کې، چې دغه سختې پایلې به څه وي ښاغلي سفکرونوف ویلي: لیبیا ته وګورئ، عراق ته وګورئ.)

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: (دا څرګنده ده، چې پر سوریې د امریکايي برید پلان له مخکې چمتو شوی و. د دغو مسایلو ماهرین پوهېږي، چې پر سوریې د امریکايي برید پلان د ادلب له بریده مخکې چمتو شوی و او د ادلب پېښه د پلمې په توګه کارول کېږي).

بل پلو روسیه واېي د دې حملې په ځواب کې ېي له امریکا سره په سوریه کې دهواېي بریدونو پرمهال د دواړو ملکونو د هواېي قواوو ترمنځ د تماسونو موافقه هم ځنډولې ده.

دغه موافقه د دواړو هېوادونو تر منځ د دې لپاره شوې وه، چې د سوریې فضايي حریم کې د دواړو هېوادونو هوايي ځواکونه پر یوه بل بریدونه و نه کړي.

روسیې دغه راز د سوریې دافع هوا ځواک پیاوړي کولو ژمنه هم کړې ده.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ وویل: چې دا بريد به د امریکا اوروسیې اړېکو ته زیات نقصان ورسوي او ډیر ناوړه عواقب به ولري.

په ورته وخت کې دغه برید ته ځواب کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد دفتر ” د حمص څنډو کې پر الشعیرات هوايي ډګر د امریکا تېری احمقانه او غیر مسوولانه ” بللی دی.

د ادلب ایالت په خان شیخون سیمه کې، چې راپورونه وايي د داعش تر ولکې لاندې سيمه ده، د کیمیاوي موادو برید کې د ماشومانو په ګډون نژدې ۸۰ کسان وژل شوي وو.

بل لور ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي ‘سوریې کې د امریکا پوځي برید نړیوال وسله وال ټکر بلل کېږي. ‘

”د معلوماتو له مخې امریکا په سوریې کې پر پوځي تنصیب برید کړی او دا د نړیوال وسله وال ټکر په کیټګوري کې راځي. ”

د روسیې صدراعظم دیمیترې میدویدوف ویلي، چې په دې برید سره امریکا د روسیې د پوځ سره د جګړې نه یوازې یو قدم لیرې ده.

د امریکا د پوځ یوه لوړ پوړي قوماندان رسنيو ته ویلي “مونږ ښه خبر یو چې په دې بريد کې چا ورسره مرسته کړې وه.”

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button