(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۹) محمد طاهر
د امریکا په مشرانو جرګه (کانګریس) کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیاسي ناقدېن وايي، په سوریه د کروز توغندیو د ویشتلو په اړه د ولسمشر د اقدام ملاتړ کوي خو هغوی دا خبره هم کوي چې دا ډول اقدام د مشرانو جرګې اجازې او منظورۍ ته ضرورت لري.
مشرانو جرګه کې په دې باب بحثونه پېل شوي دي، چې د ولسمشر په هره پریکړه کې باید مشرانو جرګه داساسي قانون دغوښتنې سره سم خپل قانوني رول ولوبوي، د جرګې یو شمیر غړي وایي ټرمپ د امریکا د اساسي قانون خلاف کار کړی دی.
پخپله ټرمپ وړاندې تر دې چې ولسمشر وټاکل شي، مخنکي ولسمشر اوباما ته په اشارې یې څو ځله په ټویټر کې لیکلي و، چې په سوریه دې بریدونه بند کړي.
په یاده جرګه کې د ډیموکراټ ګوند مشرې نانسي پیلوسي د امریکا نظامي اقدام «مناسب ځواب» وباله او په مشرانو جرګه کې د اکثریت ګوند مشر سناتور میچ میکانل ووېل « دې اقدام دامریکا دښمنانو او دوستانو دواړو ته ېو قوي اوغښتلی پېغام » ورسوه.
خو د مشرانو جرګې یوغړي سناتور رینډ پال د ټرمپ په اقدام انتقاد وکړ او وې ویل، چې ولسمشر باید د امریکا د اساسي قانون د غوښتنې سره سم د دې ډول حملې د حکم د صادرولو نه مخکې له دې جرګې نه اجازه اخیستې وی.


















