(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۹) محمد طاهر
په پلازمینه کابل کې د نا مسئوله وسله والو د ډیروالې نه د کابل اوسیدونکي شکایت کوي او وايي، چې د نا مسئوله وسله والو زیاتیدل له نا امنۍ سره کومک کول دي.
کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زون قومندان حسن شاه فروغ رسنیو ته ویلي، د کابل د پولیسو شمیر ۱۵ زرو ته رسیږي، چې له دې نه د نا مسئوله وسله والو تعداد زیاتیږي.
فروغ زیاته کړې، کابل کې هر شتمن د ځان ساتلو له پاره وسله راخیستي، چې کله نا کله له خپلو وسلو ناوړه استفاده کوي.
کابل ښار نږدې ۷ میلیونه نفوس لري، چې ورځ په ورځ يې امنیت د ځوړ په لور روان دی، د دې یو لامل د خپل سرو وسلو ګرزول دي، چې په غلاوو، وژنواو اختطافونو کې ورڅخه خلک ګټه پورته کوي.


















