چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

پر سوریه د ټرمپ توغندویی برید؛ یعنې ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎دوه ظالمان لاس او ګریوان شول

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 8, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
9
ځلې شریک شوی
114
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

په ۱۹۸۲م کال کې د عراق سفاک، د قدرت غصب کوونکي او زورواکي مشر صدام حسین پر خلاف هغه مهال کردان راوپاریدل چې پر خپل مظلوم ملت یې ظلم او زیاتی نور اوج ته رسیدلی و. کردان په عراق کې کابو درې میلونه نفوس لري؛ کردانو د خپلواک کردستان لپاره د صدام پرخلاف مبارزه پیل کړه او صدام ته یې سرخوږی جوړ کړ. تر څه وخته کردان د صدام پر خلاف وجنګیدل خو هغه وخت د صدام حکومت ډیر غښتلی و.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

 په امریکا کې د وخت جمهور رئیس ډونالد ریګن صدام ته د کردانو د ځپلو لپاره کیمیاوي مواد ورکړل او په همغه کال صدام، په عراق کې د ایران پولې ته څیرمه د حلبچه ښار پر ملکي ښاریانو باندې دغه کیمیاوي مواد استعمال کړل چې د ښځو او ماشومانوپه ګډون یې نږدې پنځه زره ملکي کردان په ډیره وحشیانه توګه ووژل.

په دویم ځل مظلومو او مقهورو عراقیانو د صدام پرخلاف یوه ناکامه کودتا ترسره کړه خو د صدام حکومت یې ړنګ نه کړای شو، صدام د خپلو زومانو په شمول د کودتاګرو نږدې ۷۲ تنه مشران اعدام کړل.

امریکا صدام د کیمیاوي موادو په استعمال او د ۵۰۰۰ کردانو په وژلو تورن کړ، ورپسې صدام هیڅ بې هیڅه پر کویت یرغل یوړ، کویت یې ونیو، بې شمیره بې ګناه خلک یې په خپلو وینو کې ولړل ورپسې یې د سعودي عربستان پر ظهران ښار یرغل وکړ او ځواکونه یې دغه ښار ته ننوتل. په دې وخت کې د کویت او سعودي عربستان مشرتابه له امریکا نه مرسته وغوښته، امریکا د کویت د خلاصون لپاره پر عراق پوځي یرغل وکړ کویت یې د صدام له منګولو وژغورلو او عراقي فوځیان یې له خاورو سره برابر کړل او پاتې یې مجبور کړل چې د کویت او سعودي له خاورې پښې سپکې کړي، ورپسې امریکا صدام د پنځه زره کردانو او ۷۲ کودتاګر مشرانو د وژلو په تور تورن او بالآخره د عراق د محکمې لخوا اعدام کړای شو.

له ۲۰۱۱ میلادی کال راپدېخوا په سوریه کې د بشارالاسد د ظالم او بې دینه حکومت پر خلاف ملت پاڅون وکړ، پاڅون کوونکو شپږ وسله وال ګوندونه منظم کړل په ۲۰۱۴م کال کې د داعش په نوم ګوند هم وسلې ته لاس کړ خو اوس چې د اسد پلوو ځواکونو د روسیې او ایران په مستقیم ملاتړ او قومانده د حلب ښار بیرته له داعش او مخالفینو ونیو نو یې پر عامو خلکو بې دریغه فجایع ترسره کړل آن چې د ادلب ښار په خان شیخون کلې یې په نیمه شپه کیمیاوي بمونه وغورځولو او په خواږه خوب ویده خلک یې چې زیاترته یې ښځې او ماشومان و په ډیرې بې دردۍ سره ووژل.

امریکا د اسد حکومت تیره سه شنبه تورن کړ چې په سوریه کې یې پر ولسې وګړو کیمیاوي مواد استعمال کړي دي نو پر خلاف یې په نظامي هوايي اډه شپیته توغندې وتوغول.

ټرمپ غواړي د سوریې ظالم رژیم هم د عراق د سفاک رژیم پر برخلیک اخته کړي، د اسد سره هم هغه عمل وکړي کوم یې چې د صدام سره وکړ او هڅه کوي چې د ځان لپاره د بین المللي نورومونو سره سم پر سوریه د تیري جواز  ترلاسه کړي او بیا پرې برید پیل کړي. داسې بریښي چې امریکا به ترهغې د اسد پر هوایي او ځمکنیو پوځي مرکزونو خپلو توغوندويي او نورو بریدونو ته ادامه ورکړي څو د اسد حکومت وپرزوي.

امریکا په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ تر څنګه پر نورو کمزورو هیوادونو خپل راج پیل کړی دی؛ په افغانستان کې یې د امن را وستلو په نامه شپاړس کاله جګړه وکړه او لا هم روانه ده په عراق کې یې کورونه یا کلي نه، بلکې ښارونه او ولایتونه یې د جګړې په اورکې وسوځول. امریکا په نظر کې لري چې سوریه د عراق په برخلیک اخته کړي.

روسیې او ایران د اسد پر خلاف د امریکا توغوندويي برید غندلی او دا عمل یې د تروریزم د له منځه وړلو پرخلاف ناسم بللی، روسیې  پر سوریه د امریکا د توغوندویي برید په غبرګون کې ویلي چې د امریکا دا عمل په نړۍ کې د تروریزم سره مبارزه نوره هم پیچلې کوي.

ټوله نړۍ او نړیواله ټولنه دا مني چې امریکا د سوریې پر جابر رژیم برید وکړ؛ خو د ایران او روسیې په څیر یې لا خپل ښکاره غبرګون نه دی څرګند کړی. که څه هم یو شمیر هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکیه، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا او اسرائیلو پر سوریه د امریکا د برید ملاتړکړی دی خو هغو اسلامي هیوادونو چې د امریکا د برید ملاتړ یې کړی او یا یې کوي هغوی دې هم په دې پوه شی چې پر خپلو خلکو له ظلم او جبر نه لاس واخلي کنه نو برخلیک به یې د عراق،  افغانستان او سوریې په څیر وي.

مخکینې مطلب

حوثي مليشو پر سعودي د توغنديو بريد کړی

بل مطلب

کابل کې د نامسئوله وسله والو شمیر له پولیسو ډیر دی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com