له ډبرې جوړ شوی کاغز

لاروی
څو کاله دمخه مو اوریدلي و چې د ساینس د پرمختګ له مخې یو داسې نه سوځیدونکی ټوکر جوړ کړل شوی دی چې نارینه او ښځینه جامې (کالي) دواړه ترې جوړېدای شی، یعني په ساده رنګ کې د نارینه او له ګل لرونکي ټوکره یې ښځې هم کالي جوړولای شي.
دا خو څرګنده ده چې له مالوچ (پنبې) ابلیټس، سپیدار، توت او نورو لرګیو څخه کاغز جوړیږي خو د ساینس له پرمختګه دا دی اوس په روسیه کې یوه روسي ساینسپوه له ډبرې کاغز جوکړی دی.
یو متل شته وایي چې د فلاني زړه له کاڼې کلک دی؛ مانا دا چې کاڼی کلک وي. په کاڼو کې پاسته کاڼي هم پیداشوي دي چې، روسي ساینسپوه ترې کاغز جوړ کړ.
له څه وخته چې د انسان د پیدایښت سره لیک هم پیداشوی دی. لومړی به لیک په ډبره کیده چې اوس هم د یو شمیر اشخاصو په مزارونو ډبرلیکونه لیدل کیږي چې دا ډول لیکونه لومړی ولیکل شي او بیا په کیندنی سره پرې د خط نقش جوړکړل شي. دا ډبرلیکنې په زرګونو کاله تاریخ لري خو د ډبرې څخه جوړ کاغز نوی نوښت دی.
د ډبري څخه جوړ کاغز ډیر دروند نه دی د یوې عامې کاغزي ګتې یا تختی په شکل دی، چې تر اوسه روسي ساینسپوه درې ډوله ډبرين کاغز جوړ کړی تور کاغز چې سپین خط او سپین خړ کاغز چې تورخط پرې لیکل کیدای شي .
که دا ډبرین کاغز نړۍ ته ورسول شو شاید تاریخي لیکنې په ډبرینو کاغزونو ولیکل شي چې په زرګونو کاله به پری لیکل وساتل شي.



