شمالي کوريا وايي: چمتو دي چې د امریکا هر ډول تیري ته ځواب ووایي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۳) الماس خدرخېل

شمالي کوریا وايي د اټومي بریدونو او اټومي وسلو د کارولو لپاره یې ټول تياری نيولی دی.

د شمالي کوريا دولتي رسنيو ويلي، که په دغه هېواد د امريکا د هر ډول تيري نښه وويني نو په امريکا به د اتومي وسلو بريد وکړي.

سرچینې زياته کړې، چې شمالي کوريا نه يواځې دا چې د امريکا نظامي اډې په خپله شاوخوا او سويلي کوريا کې په نښه کولی شي، بلکې د دغه هېواد پوځ وړتيا لري چې په خپله امريکا او د دغه هېواد نظامي بيړۍ هم په نښه کړي.

د شمالي کوریا چارواکي وایي ” چمتو دي چې د امریکا هر ډول تیري ته ځواب ووایي”.

دوی يو ځل بيا امريکا ته خبرداری ورکړی چې د شمالي کوريا په شاوخوا کې دې خپل نظامي فعاليتونه ودروي او که داسې ونه کړي، نو پايلې به يې ټولې نړۍ ته خطرناکې وي.

وړمه ورځ د امريکا د سمندري ځواکونو يو قومندان خبر ورکړ، چې د امريکا د تعرضي بريدونو يوه ډله يې د ارام سمندر په لور د احتمالي جګړې لپاره خوځولي دي، چې پکې جنګي بيړۍ او وړي نظامي کښتۍ هم شاملې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button