د افغان حکومت شکمن ګاونډیتوب او شکمنه پالیسي

سرلیکنه 

روسیې د یو شمیر هیوادونو مشرانو ته د افغانستان په اړه کیدونکې غونډه کې د ګډون لپاره بلنلیکونه لیږلي او اوس غونډې ته د بلل شویو هیوادونو د مشرانو د هرکلي انتظام کوي. روسیه غواړي په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه په تیره غونډه کې د وعدې سره سم په مسکو کې بله غونډه وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، پاکستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو مشرانو ته بلنې لیږل شوي. روسي رسنیو ویلي چې امریکا ته یې هم بلنه ورکړې خو داسې ښکاري چې د امریکا کوم مشر به په دی غونډه کې برخه وانخلي.

افغان حکومت وایی چې دوی د یو شمیر هیوادونو له مشرانو غوښتي چې د سولې په پروسه کې ورسره مرسته وکړي.

د روسي رسنیو د معلوماتو له مخې امکان شته دوه ورځې وروسته د افغانستان په اړه په روسیه کې غونډه پیل شي؛ خو هغه شک چې افغان چارواکو د روسیې په غونډه څرګند کړی دی او یا وروسته له دې پر روسیه شکونه کوي د روسیې او افغانستان اړیکو ته به تاوان ورسوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب په اساس د سولې په اړه مرسته کوي. هغه ‌طالب وسله وال چې دا مهال د حکومت سره په جګړه اخته دي هغه به د مذاکراتو د لارې سولې ته وهڅوو.

افغان حکومت د یوې خوا له روسیې د ښه ګاونډیتوب غوښتنه کوي د بلې خوا وایي روسیه په افغانستان کې د یوه وسله وال په مقابل کې د بل وسله وال سره مرسته او ملاتړ کوي. چې دا ډول مرسته او ملاتړ د روسیې ستره تیروتنه ده .

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تیره ورځ چې د روسیې لخوا د یو شمیر هیوادونو مشرانو ته په غوڼده کې د ګډون لپاره بلنلیکونه لیږل کیدل، وویل روسیه د افغان حکومت سره هر ډول مرستې ته تیاره ده. غواړي چې د حکومت سره د تیرو شپاړسو کالو راپدېخوا جنګیدونکي وسله وال طالبان سولې ته اماده کړي.

سرګي لاوروف وایي دوی له طالبانو سره هيڅ ډول همکاري نه ‌ده کړې او په دې اړه داسې اسناد هم د چا سره نه شته چې د طالبانو سره دې زموږ همکاري ثبوت کړي. موږ په وار وار افغان چارواکو ته ویلي چې په افغانستان کې روان حالات نه یواځي  افغانستان، بلکې ټولې اسیا ته او په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته سترخطر دی.

که څه هم روسیه وایي چې وسله والو طالبانوسره د نظامي همکارۍ څه سند چا سره نه شته خو د ولسي جرګې غړي وايي چې افغان طالبانو سره د روسیې د پوځي همکاريو په اړه کره شواهد لري او د اړتیا پر مهال به‌ يې وړاندې کړي.

افغان حکومت په ګاونډیانو کې د مخه په پاکستان او ایران شکونه درلودل کله به یې وروڼه او دوست او کله به یې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهونکي هیوادونه یاد کړل. اوس د روسيې په ګاونډیتوب هم شک لري، همدا ډول یې پالیسي هم شکمنه ده هر چا ته چې د دوستۍ لاس ورکوي پر هغه په افغانستان کې د لاس وهنو شک هم کوي.

د بلخ والي عطا محمد نور د مخه ویلي و چې روسیې د هیواد په شمال کې طالب وسله والو ته سپکې او درنې وسلې ورکړې دي او هم په جګړه کې ویجاړې شوې موټرې ورترمیموي چې په کابل کې د روسيې سفارت دغه ټولې ادعاوي بې بنسټه وبللې.

افغانستان تر اوسه پورې په سیمه او نړۍ کې یو فعال سیاست او رول نه لري چې د ګاونډیانو سره خپلې اړیکې له شکونو وباسي، پالیسي یې هم شکمنه ده او ګاونډیتوب یې هم شکمن.

څو پورې چې په افغانستان کې د ګاونډیانو او د سیمې د نورو هیوادونو سره روښانه او د باور وړ پالیسې وجود ونه لري په افغانستان کې به د پردیو د اهدافو جګړه روانه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button