د پاکستان پوځي محکمې ۲ تنه اعدام کړل
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۳) محمد طاهر
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، د دوی نظامي محکمو دوه کسان چې په مرګ محکوم کړي و پرون یې په پټه توګه اعدام کړل.
د یاد دفتر د اعلامې له مخې اعدام شوي کسان د تحریک طالبان غړي و، چې په امنیتي ځواکونو او د د ګوزڼ ضد د واکسین په کارکونکو يې مرګوني بریدونه کړي و.
دغه کسان پرون د سه شنبې په ورځ د پنجاب ولایت د ساهیوال ښار په یو زندان کې اعدام شول.
د پاکستان دولت تیر کال پوځي چارواکو ته د پټو محکمو کولو اجازه ورکړه، چې لږ تر لږه ۸۷ کسان يې اعدام کړي دي.
د بښنې نړیواله اداره وايي، پاکستان د هغو هېوادونو د ليست په سر کې راځي چې زیات کسان پکې اعدامیږي.



