
طالبانو د فارياب پلچراغ کې پرمختګ کړی، ۵ پوستې يې نيولي دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۳) الماس خدرخېل
وسله والو طالبانو د فارياب ولايت په پلچراغ ولسوالۍ کې له سيمه ييزو پوليسو ۵ پوستې او ۷ کلي نيولي دي.
يوې ځايي امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د يادې ولسوالۍ مربوط د آق بولاق په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) په پوستو درانه بريدونه ترسره کړل.
سرچینه زياتوي، ټوله ورځ د طالبانو بريدونه روان وه چې په پايله کې يې له سيمه ييزو پوليسو ۵ پوستې ونيولې او يو شمير يې په سيمه کې د ملي اردو قرارګاه او ولسوالۍ ته وتښتېدل.
بل پلو وسله والو طالبانو د يادو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې په دغه جګړه کې يې له سيمه ييزو پوليسو ۵ پوستې او اووه کلي په مکمله توګه نيولي دي.
طالبان وايي، په بريدونو کې يې د قومندان امان الله په ګډون ۲ تنه نور سيمه ييژ پوليس وژلي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، په ياده جګړه کې د دوی پلويانو د يو رينجر موټر په ګډون درې موټرسيکلونه او يوه اندازه مهمات هم نيولي دي.
تر اوسه د دغه ولايت چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



