
امريکا: د مرميو جوړولو په فابريکه کې چاودنه شوې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۳) الماس خدرخېل
د امريکا د ميسوري ايالت د انډيپنډينس په ښار کې د مرمۍ جوړولو په يوه فابريکه کې چاودنه شوې ده.
د دغه ايالت چارواکي وايي، چې په دې پېښه کې يو تن مړ شوی او ۳ تنه نور سخت ټپيان شوي دي.
د يادې نظامی فابريکې مسئولينو تر دې دمه د چاودنې د لامل په اړه څرګندونې نه دي کړي.
دوی ويلي، څېړنه يې پيل کړې ترڅو معلومه کړي چې ولې دغه چاودنه رامنځته شوي دي.
ویل کېږي، په دغه فابريکه کې د ناټو د وسلو ازموينه هم ترسره کېږي.



