جرمني کې درې چاودنې شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۳) الماس خدرخېل

په جرمني کې د هغه بس موتر تر څنګ چاودنې شوي، چې د دغه هېواد بوروسيا د ورتموند فوټبال لوبډلې غړي يې د غوراوي لوبو د ترسره کولو لپاره لېږدول.

د جرمني ورتمبرګ پوليسو ويلي، د ياد لوبغالي تر څنګ درې چاودنې شوي دي.

د دغه کلب مسئولين وايي، د چاودنې له امله د دوی يوه اسپانوي همکار مارک بارترا په لاس ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د دغې لوبډلې اجرايي مدیر هانس جواچیم واټزکي ویلي: د لوبډلې پر لېږدونکي بس ګاډي د چاودیدونکو توکو برید شوی دی.

په انځور کې ليدل کېږي، چې د لوبغاړو لېږدونکی بس موټر د چاودنې له امله زيانمن شوی دی.

درېواړه چاودنې پرون ناوخته د لوبغاړو په بس موټر ترسره شوي دي، چې ورسره د لوبو لړۍ ځنډېدلې ده.

د چاودنو مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

پوليس وايي، د چاودنو لامل نه څرګند خو دوی څېړنې پيل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button