اروزګان کې ځینې افغان ځواکونه له څو میاشتو راهیسې کلابند دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۳) محمد طاهر
د اروزګان ولایت په ځینو برخو کې افغان ځواکونه له څو میاشتو راهیسې د طالبانو له لورې کلابند دي، چې یواځې د هوا له لارې ورته د ضرورت وړ اسباب وړل کیږي.
یوې ځاي سرچینې د طلوع تلویزون سره په خبرو کې ویلي، « د دهراوود او چارچینو» په سیمو کې افغان ځواکونه دطالبانوله لوري په خپلو قرارګاو کې کلا بند دي، چې دوالي له دفتر سره په پنځه کیلو مترۍ کې موقیعت لري.
د سرچینې په وینا، د اروزګان ولایت یواځې ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان دولت یو څه اندازه واک شته خو نورې ټولې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي، چې د دې نه پرته د مرکز ترینکوټ په ځینو برخو کې هم د طالبانو واک لیدل کیږي.
د ملي دفاع وزارت دا منلې ده، چې په دهراوود کې افغان ځواکونو ته اکمالات د هوا له لارې ور وړو، خو یاد وزارت باوري دی چې د پوځي عملیاتو له لارې به دغه ننګونې له منځه یوسي.



