
ننګرهار چارواکي وايي، بيا يې ۴۹ داعش وسله وال وژلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۳) الماس خدرخېل
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال ۴۹ داعش وسله وال وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوګياڼي رسنيو ته ويلي، چې یاد داعشيان يې د تېرو څلورويشتو ساعتونو په موده کې د حمزه په نوم په پيل شويو عملياتو کې له منځه وړي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو کې ۱۲ بهرنيان او د داعش ډلې درې قومندانان هم شامل دي.
خوګياڼي د بهرنيانو د هويت په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
په دې عملياتو کې بهرني ځواکونه هم برخه لري، چې تر اوسه پکې يو امريکايي سرتيری وژل شوی دی.
په سيمه کې مبايل ټلفونونه کار نه کوي، تر دې دمه ازادو سرچينو دغه خبر نه دی تائيد کړی.
دا چې حکومت هره ورځ د شلو او دیرشو داعشيانو د وژلو ادعا کوي، ځایي خلک دې ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې دولت په سيمه کې د داعش پر ضد نمايشي عمليات ترسره کوي.
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري څلور ورځې مخکې ويلي و، چې په ننګرهار کې د داعش ډلې ټول وسله وال تر درې سوه پورې دي، نو ځکه ځايي خلک شک کوي چې هره ورځ دومره زيات داعش وسله وال وژل کېږي او بيا هم د دولت پرمختګ نه لېدل کېږي.
وړمه ورځ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير شمشاد تلويزون ته وويل، حکومت نه غواړي چې داعش ډله له منځه يوسي او زياته يې کړه که له زړه يې وکړي نو درې ورځو کې به ټول داعشيان له سيمې ختم شي.
په ننګرهار کې (داعش) ډلې تر اوسه د دې نښتو او عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.



