د افغانستان ولسي جرګې د څلور غړو دندې ځنډول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۳) الماس خدرخېل

د افغانستان د ولسي جرګې د څلورو غړو دندې د پرلپسې غير حاضرۍ له امله ځنډول شوي دي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي په ننۍ غونډه کې وویل هغه وکيلان چې شل ورځې يې پرلپسې غير حاضري کړې امتيازات يې قطع کېږي او له دې وروسته به د جرګې غونډه ته نه شي ورتلی.

په دغو وکيلانو کې، احمد بهزاد، فرشته انوي، بشير احمد تيج او پروين درانۍ شامل دي.

تر اوسه يادو وکيلانو د دغه  پرېکړې په وړاندې خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

ولسي جرګه وايي، چې د اکثرو وکيلانو د غير حاضرۍ له کبله د دوی زياتره غونډې بې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button