
سرنوشت: د ناامنۍ د پراخېدو او د کورنۍ جګړې د پېلېدو وېره شته
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۳) الماس خدرخېل
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي د ملي وحدت حکومت راتلونکی کاواک دی.
ورځپاڼه د کرکېچ نړیوالې ډلې له قوله لیکي که په حکومت کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا نه شي، نو د ناامنۍ د پراخېدو او د کورنۍ جګړې د پېلېدو وېره شته.
سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکي ارګ او اجرائیه ریاست نه مني چې د حکومت مشران خپلمنځي اختلاف لري او وايي چې په ملي او مهمو مسایلو کې د نظر یووالی موجود دی.
د لیکوال په باور د ارګ او اجرائیه ریاست اختلاف اوس له هېچا پټ نه دی، ناامني، فساد او ناقونونۍ له دې لامله زیات شوي دي.



