چین په کابل کې تر ټولو معياري کمپلکس جوړوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۴) الماس خدرخېل

چين په کابل کې د ۴۰ ميليونه ډالرو په ارزښت تر ټولو غوره معياري او فني کمپلکس جوړوي.

تېره ورځ د دغه کمپلکس د بنسټ ډبره د چين سفير په حضور کې د ډاکټر عبدالله له لوري کيښودل شوه.

په کابل کې د چين سفير ياوجينګ وويل، چې د چين هېواد د دغه کمپلکس پر جوړولو ۴۰ ميليونه ډالره پانګونه کوي او دا به په افغانستان کې تر ټولو معياري او غوره کمپلکس وي.

په دې غونډه کي د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله په بېلو برخو کي د چین له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چین تل له افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په عملي کولو او پلي کولو کي مرسته کړې او د ورته مرستو د لا ډیرولو غوښتنه یې کړې ده.

عبدالله وویل، پوهه او زده کړې د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده او هغه هېوادونه چي په دې

برخه کي پانګونه کوي په حقیقت کي د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره د هوسا ژوند غوښتونکي دي.

تر دې مخکې هم چين په افغانستان کې د ورته پروژو کارونه سرته رسولي او بيا يې افغان دولت ته په واک کې ورکړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button