سرپل کې اربکیانو د ملکي وګړو کورونه سوځولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۹) عبدالهادي همت

تیره ورځ ماښام مهال د سرپل ولایت مرکز ته څیرمه د امام کلان سیمه کې اربکیانو د ملکي وګړو کورونو ته اور ورته کړی. ځایي اوسیدونکي وایي چې اربکیانو دا کار په سیمه کې د یوه اربکي قومندان محمد پهلوان په امر کړی.

د خبر له مخې اربکیانو د ملکي وګړو د کورونو په سوځولو سربیره د سیمې ګڼ شمیر اوسیدونکي وهلي او ډبولي.a

 تر دې وړاندې په پکتیا ولایت کې اربکي قومندان ثمود د خلکو کورونه سوځولي او ځینې اوسېدونکي یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي و. څو ورځې وړاندې د اربکیانو قومندان «ثمود» د شیخانو د کلي د یو تن اوسیدونکي په کور کې پوسته جوړه کړې وه او له نورو اوسیدونکو یې هم غوښتي و چې خپل کورونه پریږدي تر څو اربکیان نورې پوستې هم جوړې کړي. وروسته چې کله د کلي اوسیدونکو د ولایت مقام ته شکایت وکړ له ولایت مقامه د مثبت ځواب تر لاسه کولو پر ځای د هغو خلکو کورونه وسوځول شول چې شکایت یې کړی و.

پخوانی مشهور غل ثمود  چې امریکایانو له لورې یې شاوخوا شپږ کاله په باګرام کې بند تیر کړی د باګرام له زندان نه تر خلاصېدو وروسته دوه کاله ورک و چې یوه میاشت کیږي د استخباراتو په لارښوونه د ګردیز په ځینو سیمو کې را ښکاره شوی. نوموړی ځان د محمد رسول د ډلې سړی بولی، خو له دولتي ځواکونو سره ګډ په ټانګونو کې ګرځي.

د ثمود د ډلې هر کس ته شاوخوا ۳۰۰ ډالر معاش ورکول کیږي چې د تمویل او لارښوونې چارې یې په ګردیز کې د مېشتو امریکایي ځواکونو له لورې تر سره کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button