په شړیدلي حکومت کې د ضیاء مسعود ګوښه کېدنه!

سرلیکنه

تیره ورځ اشرف غني په خپل فرمان سره د خپلې ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د هغه استازی احمد ضیاء مسعود له خپلې دنده ګوښه کړ، اشرف غنی نه یواځې دا چې په جمعیت ګوند یې خپله بې باروی وښوده بلکې په حکومت کې یې د شمالي ټلوالې په ګډون هم شکونه او بې باوري رامنځته کړه .

ارګ د احمد ضیاء مسعود د ګوښه کولو په اړه توضیحات نه دي ورکړي همدومره یې ویلي دي چې مسعود په خپلو کارونو کې بریالی نه و.

په مقابل کې احمد ضیاء مسعود کابل کې مطبوعاتي غونډې ته وویل چې ولسمشر یې له دندې د ګوښه کولو حق نه لري او هیله ده هغه خپل فرمان بېرته واخلي.

 موږ د اشرف غني او مسعود په کړنو څه نه وایو خو په ټوله کې ویلای شو چې موجوده حکومت په مصلحتونو او له ډلو ټپلو جوړحکومت  دی چې مسعود د مصلحت او یوې ځانګړی ډلې په توګه په حکومت کې ونډه درلوده، اشرف غنی په کوم اساس مسعود له دندې ګوښه کړ؛ د اشرف غني شړیدلی حکومت د مسعود په ګوښه کولو نه راټینګیږي.

که اشرف غني د عطا محمد نور په ډاډ مسعود ګوښه کړی وي شاید نور د خپل ګوند په پلوۍ د اشرف غني په مقابل کې غبرګون وښیي او د مسعود د ګوښه کولو پوښتنه ترې وکړي.

ارګ تراوسه د احمد ضیاء مسعود د ګوښه کولو کوم سم دلیل نه دی وړاندی کړی. یواځې دومره یې ویلي چې پر حکومت به یې تل نیوکې کولې او د اداري فساد د دوسیو د څیړلو وینا به یې بیا بیا کوله .

مسعود د جمعیت ګوند معاون او د خپل ګوند پرخلاف په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د اشرف غني ملاتړ وکړ. چې اوس د اشرف غني شړیدلي حکومت ته د ضیاء ګوښه کول د خپل حکومت د شتون او نشت پوښتنه را ولاړوي؛ ځکه چې د مشرانو له جرګې نیولې د شمالي ټلوالې ټول غړي د اشرف غني کړنه د حکومت په تاوان ګڼي.

اشرف غني به په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې د احمد ضیاء مسعود حضور، د حکومت بشپړتیا بلله خو اوس یې شتون د حکومت تاوان بولي. د دې نه داڅرګنده شوه چې په شړیدلي حکومت کې د احمد ضیاء مسعود ګوښه کیدا به  د نورو سیاسي ستونزو تر څنګ د اشرف غني حکومت ته یوه بله ستونزه را ولاړه کړي.

د اشرف غني لخوا د مسعود د ګوښه کیدا په اړه شنونکي په دی بارو دي چې اوس به حکومت په څلورو برخو وویشل شي؛ یوه برخه خو یې د عبدالله او د هغه د پلویانو ده، دویمه یې د عطا محمد نور سره د پوستونو د سودا برخه ده، درېیمه برخه د ضیاء په ګوښه کیدا د شمالي ټلوالي د لاسه ورکول دي او څلورمه برخه یې د حکومت په منځ کې سیاسي اوپوزیسیون دی چې هغه دمخه له ویشه په تالا خوښ دی د دې انتظار باسي چې څه وخت به د غني شړیدلی حکومت له منځه ځي.

اشرف غني په ارګ کې له ځانه را چاپیره څو د وخت یاران ګوري خو لری نظر نه کوي. دا مهال د اشرف غني په حکومت کې پخواني کمونیستان د ډاکټر نجیب الله د لور په هلو ځلو په نوې بڼه ځان ښکاره کولو ته نږدې شوي دي. هغوی نه یواځې دا چې په پوځي صاحب منصبانو کې یې نفوذ کړی بلکې په ټولو ادارو کې یې په منظمه توګه کار پیل کړي او د نوې سا اخیستلوسره ځان خپل هدف ته رسوي.

افغان ولس د یو شمیر جهادي مشرانو په څیر د احمد شاه مسعوده هم ښه خاطره نه لری خو د احمدضیاء مسعود  ګوښه کول به د اشرف غنی شړیدلی حکومت نور هم وشړوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button