لیونی شه!

قاري رحیم الله عمري

د جهاد پاکه جــذبه کې لېــونی شـه

په خالصه عقیـــده کې لېــونی شـه

 

شهــادت ته په خنــدا ورځه جـانـانه

فدایي په شان سينـه کې لېونی شـه

 

د الله په نوم مضبوط کـړه سنګـرونه

په ساتلــو د مورچه کې لېــونی شـه

 

په ذکـرونو بانـدې ژبـه لمــده سـاته

د درودونو ضمضمه کې لېونی شـه

 

سپین جدا او تور جدا کړه بیا یې ستایه

”عـمـري “ د حـق نعــره کې لېــونی شـه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button