ماشیني خبریال!

لاروی
چین چې په نوې تکنالوژۍ یې تر یو شمیر هیوادونو زیات پرمختګ کړی دی په دې وروستیو کې یې د ماشیني انسانانو په جوړولو پیل وکړ چې یو ماشیني انسان په هوټل کې مېلمنو ته د غوښتنې وړ خوراک ور رسولای شي.
همدا رنګه دوه کاله دمخه چین یو داسې ماشیني انسان جوړ کړ چې څه ورته ووایې په حافظه کې یې ساتلې او د غوښتنې پر وخت تکرارولای شي.
اوس چین یو ماشیني خبریال جوړکړی دی. ماشیني خبریال چې په مطبوعاتي کنفرانس کې موجود وي د ویناوال وینا په غورسره اوري او بیا ترې د خپلې خوښې راپور جوړولای شي.
دا ماشیني خبریال یا ماشیني سړی لیکل په اسانۍ سره کوي چې چین ورته (زیاونان) نوم ورکړی دی.
د چین مطبوعاتو ولیکل چې ماشیني خبریال په لومړي ځل سره په یوه مطبوعاتي غونډه کې برخه واخیسته او د غونډې د پای وروسته یې په کمپیوټر د ۳۰۰ جملو یو راپور جوړ کړ.
چینايي رسنیو ویلي دي چې په یوه مطبوعاتي غونډه کې عادي خبریالان چې خبر جوړوي زیات وخت اخلي خو ماشیني خبریال خپل خبر په څوثانیو کې جوړ کړ.
د چین د ماشیني خبریال (زیاونان) جوړ کړی راپور د چین په مشهوره ورځپاڼه (متروپولیس) کې نشر ته وسپارل شو چې د ماشیني جوړ کړي خبریال خبر ته لوستونکي حیران پاتی شول.
چنیایي ساینسدانانو ویلي چې دوی په نورو ماشیني خبریالانو جوړلو کار کوي چې نوي جوړ کړل شوي ماشیني خبریالان به په یوه ثانیه کې د راپور جوړولو توان ولري. خودا به دا مانا ونه لري چې د انساني خبریالانو ځای به ونیسي؛ ګوګل چې د څو کالو راهیسې ژباړې کوي او اوس يې په پښتو ژباړه هم پیل کړی دی د ژباړونکي انسان ځای یې ونه نیوه ځکه چې ګوګل د انسان په څیر سالمه ژباړه نه شي کولای.



