(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۳۰) محمد طاهر
د پکتیا ولایت ځايي رسنیو خبر ورکړی دی، چې د دې ولایت په مرکز ګردیز کې نن یوې جوړې شوې غونډې ته په سلګونه خلک راغلي و، دوی په ولسمشر کلکې نیوکې وکړي او ولسمشر يې په وعده خلافۍ تورن کړ.
د غونډې ګډونوالو وویل، ولسمشر ورسره د ټاکنیزو سیالیو پر مهال یو لړ ژمنې کړې وې او تر اوسه یې یوه ژمنه هم نه ده عملي کړې.
دوی پر ګډ حکومت کلکې نیوکې وکړې او ولسمشر یې په بې عدالتۍ تورن کړ او پر هغه يې غږ وکړ چې د ولس غوښتنو ته دې درناوی وکړي او په خپلو ژمنو دې وفا وکړي، د ملي ثبات ټولنې مشر چې په غونډه کې موجود و وویل، نوموړې له دغه ولایت څخه په ډیرو رایو اخیستو سره یاد ولایت هیر کړی دی.
دوی امنیتي او اقتصادي ستونزو ته په اشاره له ولسمشر نه وغوښتل چې خپلې کړې وعدې له ولس سره پوره کړي.


















