(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۳۱) الماس خدرخېل
افغان ولسمشر اشرف غني د جلا جلا فرمانونو په صادرولو سره په پارلماني چارو کې د دولت وزير، د سياحت په چارو کې د دولت زير، د سمنګان والي او د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو د نوماند وزير اعلان کړل.
ولسمشر اشرف غني، فاروق وردک په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او غلام نبي فراهي د سياحت په چارو کې د دولت وزیر ټاکلي دي.
فاروق وردک د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د پوهنې وزیر و.
فراهي پخوا په پارلماني چارو کې د دولت وزیر و او فیض الله ذکي چې د ملي جنبش له چارواکو څخه دی، پخوا د ټرانسپورټ وزارت ته معرفي شوی و چې بیا یې د ولسې جرګې د باور رأیه ترلاسه نه کړه.
ذکي د کار، ټولنيزو چاروشهيدانو او معلولينو د نوماند وزير په توګه ولسي جرګې ته معرفي شوی دی.


















