(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۳۱) محمد طاهر
امریکا له افغان حکومت سره د کړې ژمنې مطابق هوډ لاره چې د روسيې هېواد سره د ۲۰۰ چورلکو سودا وکړي او افغان حکومت ته يې وسپاري، خو د وروستۍ ترینګلتیا نه وروسته سپینې ماڼۍ د روسیي چورلکو پر ځای امریکايي چورلکې افغان ځواکونو ته ورکوي.
سپینه ماڼۍ وايي، دغه امریکايي چورلکې به د ۲۰۲۰ کال پورې د افغان ځواکونو په واک کې ورکړل شي.
د ملي امنیت شورا وايي چې د امریکا حکومت ورسره څلور کلن امنیتي پلان منلی دی او په دغه پلان کې هم د ۲۰۰ امریکايي چورلکو ورکړه شامله ده چې امریکا یې د ورکولو ژمنه کړې ده.
د دغه پلان سره سم به افغان ځانګړي ځواکونو دوه برابره شي او تجهیزات به يې ډیر شی، په دې پلان کې راغلي، چې د عامه نظم پولیس او سرحدي ځواکونه به د کورنیو چاورو له وزارت نه جدا شي او په دفاع وزارت پورې به و نښلول شي.


















