ملا محمد مطمئن
مروره سوله
په لېدو پسې دې مړه يو زورورې
دا په څه رانه خپه يې مرورې؟
يو ځل خوار افغانستان ته کډه راوړه
راته امن راوړه سولې مهاجرې
ستا د سترګو ملاقات ته مې پرېږدي نه
ترې چاپېرې د بڼو تېرې لښکرې
چې د ستا د مخ لېدو ته تلوسه کړم
تا په ما باندې څه کړي جادوګرې
چې دې ستړي افغانان سيوري ته کيني
را خورې دې کړه په مونږ باندې وزرې
د غزل فن دومره هم آسانه نه دی
سم پېيل دي نري تار کې ملغلرې
( مطمئنه ) په مزه مزه يې اورم
څه خوږ لګي ستا غزل لکه شکرې

















