طالبان: زمونږ اړوند هيڅ مجاهد او غړی جرمني هېواد ته نه دی تللی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۵) الماس خدرخېل

څو ورځې مخکې ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګوندې د طالبانو يو شمير غړي د جرمني او نورو هېوادونو ته د پنا اخيستلو او هلته د ژوند تېرولو په موخه تللي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د رسنيو دغه راپورونه رد کړي او کابل ټکی کام ته يې په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، (زموږ اړوند هيڅ مجاهد او د اسلامي امارت هيڅ غړی هم نه پخوا او نه اوس د جرمني هیواد ته تللی دی).

ښاغلي مجاهد ويلي، دغسې اوازې او راپورونه د خاصو کړيو له خوا خپرېږي او غواړي (مجاهدينو) پسې تبليغات وکړي.

نوموړي ويلي، تر دې دمه په دې اړه نه کوم ثبوت وړاندې شوی او نه به يې وړاندې کړي.

د مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي (په داسې حال کې چې دغه هیواد”جرمني” زموږ په هیواد باندې په یرغل کې ونډه ولري، څرنګه به ممکنه شي چې افغان مجاهد چې دخپل هیواد د آزادۍ لپاره يې مبارزه کړې وي بیا یو یرغلګر هیواد ته پنایوسي).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button