(ننګرهار کې “موب” بم د داعش پر مرکزونو نه دی غورځول شوی)

راپورتاژ: الماس خدرخېل
په ننګرهار ولايت کې د امريکا له لوري د تر ټولو ستر غير اتومي بم له استعمال څه کم دوه اوونۍ وروسته اوس د دې بريد تازه اړخونه رابرسيره شوي دي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي وايي، دغه بم د داعش پر مرکزونو نه دی غورځول شوی، بلکې په وينا يې د داعش وسله وال درې ورځې وړاندې په مرموز ډول له سيمې بل ځای ته لېږدول شوي و.
د ولسي جرګې غړي وايي، اوس هم په سيمه کې د داعش ډیری مرکزونه شته او پراخه سيمه يې تر ولکې لاندې ده.
د ولسي جرګې غړي ظاهر قدير وويل، د داعش ډيرې قرارګاوې او مرکزونه هلته شتون لري.
نوموړی وايي، څه وخت مخکې امريکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور کم کړ خو اوس غواړي د داعش په راپيدا کولو او د دوی په تقويه کولو سره يو ځل بيا افغانستان کې خپل پوځي حضور زيات کړي.
د قدير په وينا په سيمه کې د داعش مرکزونه په نږدې څو کيلو مترو کې پراته دي او له خپلو وسلو سره تګ راتګ، وسله وال فعاليت کوي او په خبره يې چې نه څوک پرې بريد کوي او نه يې څوک مخنيوی کوي.
د ولسي جرګې يو بل غړي جعفر مهدوي د ظاهر قدير خبرې تائيدوي او وايي، په دې بريد کې دې مونږ ته د يو داعشي وژل شوي مړی وښودل شي او زياتوي چې درې ورځې مخکې چورلکو داعش وسله وال له يادې سيمې بل خوا ته انتقال کړل.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي د امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د ناامنيو لامل بولي او زياتوي چې افغانان د ګډ حکومت د ناسمو پريکړو قرباني ورکوي.
عبدالرحمن رحماني دغه راز وويل، (ټوله نا امني د امنيتي تړون پورې تړلې ده او د ولسي جرګې غړو ته يې په خطاب کې وويل چې په دې غدر کې سره ټول شريکان يو ، له خدای سره مو غدر کړی، له ملت سره مو غدر کړی، له خاورې سره مو غدر کړی).
د جرګې غړو د افغان ځواکونو د تلفاتو مسئول ولسمشر بولي او وايي له امنيتي ادارو څخه ټول صلاحيتونه اخيستل شوي او په وينا يې چې يواځې ولسمشر بايد د وروستيو بريدونو په تړاو خلکو ته وضاحت ورکړي.



