شمالي کوريا ۲ نويو اتومي توغنديو ازموينې ته تياری نيولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۵) الماس خدرخېل

شمالي کوريا د دوه نويو اتومي توغنديو ازمونې ته تياری نيولی او يوځل بيا يې امريکا ته ګواښونه کړي دي.

دا څرګندونې په شمالي کوريا کې د روسيې سفير الکساندر ماتسيګوري کړي او زياته کړې يې ده، چې په قوي احتمال سره شمالي کوريا دوه نور اتومي توغندي د ازموينې لپاره تيار کړي او ښايي په نږدې ورځو کې دغه ازموينه ترسره کړي.

د روسیې  سفیر  ویلي‌،‌ چې  شمالي  کوریا  د اپریل په ۲۵ م  د پوځ  د تاسیس  ۸۵ یمه  کلیزه لمانځي او د دې ډېر احتمال شته  چې  دا توغندي‌ په دې  ورځ  وازمايي.

د شمالي کوریا رسنيو د دغه هیواد د دفاع وزیر پاک یانګ سیک  له خولې ليکلي: (د امریکا  او یا متحدينو لخوا  يي هر ډول  برید ته تر ټولو سخت ځواب ورکولو  ته  پوره تیاری  لرو او د يرغل په صورت کې به امريکا د نړۍ له نقشې لرې کړو).

بل پلو په ملګروملتونو کې  د امریکا دایمې استازې نيکې هیلي  ویلي، چې د شمالي کوریا لخوا  په پسیفیک سیمه کې ددوې په عسکري اډو د برید او یا د اوږد واټنه  اتومي توغندیو د ازمایښت په صورت کې به  امریکا  چپه خوله پاتې نشي او نوموړي هیواد ته به لازم  ځواب ورکړي.

شمالي کوريا په دې وروستيو کې د توغنديو يو نوی ماشين وازمايلو او ويلي و چې نړۍ به په نږدې راتلونکې کې د دې ماشين په اهميت او ارزښت پوه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button