(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۵) الماس خدرخېل
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او محلي پوليسو تر منځ نښته شوې، چې له امله یې لسګونه محلي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په دامان سيمه کې د محلي پوليسو په پوستو بريدونه ترسره کړل، چې تر سهار ناوخته پورې يې دوام درلود.
د سرچينې په وينا په دغه نښته کې تر پنځلسو پورې محلي پوليس وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي، چې د دوی پلويانو د جګړې سيمې ته په راغلي موټريز نظامي کاروان هم وسله وال بريد کړی او دوه ټانګونه يې ويجاړ کړي دي.


















