لیکوال : امین وردګ
خبر شوم ؛ وایي چې په دغو شپو ورځو کې به د حزبیانو امام هم ظهور وکړي ؟
مګر دا ظهور د امام مهدي له ظهور سره ځمکه آسمان فرق کوي ؛ امام مهدي به له شیطاني ټولنو څخه د حق په لوري تښتي او په وړاندې به يې جهاد اعلانوي ؛ مګر کاملا باالعکس… به دغه امام شیطاني ټولنو ته ور تښتي او هغه په سرو وینو لړلی سنګر به یو مخ تش پرېږدي ؛ خلکو ته به وايي ؛ چې نور په غرونو کې جهاد مې له وسه تېر شو ؛ اګر که مو چندان کړی هم نه دی ؛ خو بیا هم…او اوس نو وخت د حبیب الرحمن دی ؛ که يې کوي ؛ نو د پارلمان له تالاره يې هم کولای شی ؛ لکه هغه نور مجاهدين يې چې په پارلمان کې دننه کوي ؛ ولې چې لالی بوټونه وارولای شي ؛ نو زما زوی يې نه شي وارولای ؟
بل زه چې یم ؛ ټول عمر مې د ارګ په آرمان کې تېر شو ؛ مګر چې هر څه مې وکړل ؛ نو څه په لاس رانغلل ؛ اوس باید خپل عقل په کار واچوو ، له سیاست نه ګټه پورته کړو او راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه چمتو کړو.
هو ريښتیا ! یوه بله خبره هم وه چې زه يې د غربي قوانينو منلو ته اړ کړم ! هغه دا : چې زما ملګري به له یوې خوا تر خارجي تحريم لاندې وو او له بلې خوا به طالبانو په قرار نه پرېښودل او ماته پاکستان هم نوره اجازه نه را کوله ؛ چې په شمشتو کې پاتې شم ؛ نو زه مجبور شوم ؛ چې له دولت سره جوړه وکړم ، آسمان ته خو نه شوای ختلای ؛ پاکستان به چې د کوم کار راته وويل ؛ ما به هو ورته وکړ ل ؛ خو هلته به بیا طالبانو زما مخه ډپ کړه ؛ ځکه يې نو راته وويل ؛ چې ته نور زموږ په درد نه خورې ، ورشه که د په دولت کې کومه توره وکړه ؛ دا به بیا وخت ثابته کړي ؛ کنه د طالبانو په سيمو کې خو د څه په وسه پوره نه دي.
او که ورته وويل شي ؛ چې د بمونو په مور خبر يې ؟
نو دی به خود وايي ؛ چې دا سیاست دی ؛ باید موږ مصمم شو ؛ ترڅو ارګ ته ځانونه و رسوو ؛ په دغو خبرو ځان کوڼ اچوول پکار دي او بل اې ! تاسو صرف دومره صبر وکړئ : چې دا ځل انتخابات وشي او ماته يوه برخه راکړي ؛ نو تاسو به بیا زما کارونه وګورئ ؛ چې اسلام ته دننه په نظام کې څنګه خدمت کوم.

















