امريکا د حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې خنډ ده؛ په تيرو دوو کالونو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ څلوراړخيزي پنځه ناستې په کابل او اسلام آباد کې وشوې.
په اسلام آباد کې د شوو غونډو ترڅنګ په (٢٠١٥) ميلادي کال دميي مياشتې په دوېمه په قطرکې د پګواش دبنسټ لخوا دوه ورځې سيمينار جوړشو ؛ چې پکې يوشمير افغانانو او طالب مشرانو ګډون وکړ ؛ چې دپګواش په وينا : د افغان حکومت او طالب مشرانوتر مینځ سوله کيدونکې ده او په وروستيو پړاوونوکې به نورې غونډې هم پرې وشي. امريکا په همدې خاطر ؛ چې افغان حکومت او طالب مشران (د افغانستان په مسئله) سوله سره ونه کړي ؛ په هرهغه هيواد کې ؛ چې د افغانستان په اړه پکې غونډه جوړيږي ؛ نو امريکا ېې مخالفت کوي . امريکا دا نه چې يواځې خپله د افغانستان د سولې په واړاندې خنډ ده ؛ بلکه له ځان سره نور ملګري او اشرګړي هيوادونه هم لري تر څو د افغانستان د سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړي.
تير(۲۰۱۶)ميلادي کال د جولايي په مياشت کې ؛ چې د افغان حکومت او طالب مشرانو ترمینځ د سعودي له خوا دسولې په موخه دعلماءکرامو د کنفرانس وينا وشوه ؛ امريکایانو برېتانیا له ځان سره ملګرې کړه او افغان حکومت ته ېې تر(۲۰۲۰) ميلادي کال پورې د جګړې د ټول لګښت ډاډ ورکړ. د ياد کال د جولايي دمياشتې په (۲۲) چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر روسېې ته د روسي چارواکو سره خبرو کولو ته ولاړ ؛ په کابل کې امريکا د ناټو غړوهېوادونو د نمايندګانو سره غوڼده وکړه ؛ په غونډه کې ېې اعلان وکړ ؛ چې راتلونکې کال ته که اړتيا وليدل شوه ؛امريکا به (۸۰۰) نورفوځونه هم افغان حکومت ته (د امنيت دلا ټینګښت لپاره) ورکړي. د روانې ميلادي مياشتې په (۱۴) چې په مسکوکې د افغانستان په اړه (د ګاواڼديو هيوادونو ترڅنګ ؛ د منځنۍ اسيا د هيوادونو په ګډون)غونډه وشوه ؛ امريکا ېې مخالفت اعلان کړ؛ د مسکو په غونډه کې پريکړه وشوه ؛ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ به د سولې هڅې ګړندۍ کوي ؛ څو په افغانستان کې امن راشی ؛ ځکه چې د افغانستان امن د ټولې سيمې په امن دال دی. دا دی اوس دامريکا دفاع وزير (جيمز ماټيس) افغانستان ته په ناڅاپي ډول راغى ؛ د دې د مخه ېې دملي امنيت سلاکار هم ؛ د کابل ، اسلام آباد او هندوستان په لوري سفرونه وکړل ؛ د افغانستان په اړه ېې د سفرونو پرمهال ټول نتائج د امريکا نوي حکومت ته و رسوول اوبياهم ! دفاع وزير ېې وايي چې ؛ دامريکا د مشر(ټرمپ) په لارښوونه ېې دافغان چارو د ارزونولپاره سفرکړي دى. په افغانستان کې د امريکا د پخواني سفير (زلمي خليلزاد) په وينا ((امريکا په افغانستان کې نوې تګلاره جوړه وي)) دامريکا په نوې تګلاره کې دافغانانو مرګ ژوبله ، شپني علميات، نيول ، بمبار کول او هغه عمليات ؛ چې (د طالب په نامه) پکې ملکې وګړي ووژل شي د امريکا دفاع وزير (اشټون کارتر) له اشرف غني او عبدالله سره وکتل کارتر ته د مخه په افغانستان کې امريکايي قوماندان (جان نيکلسن) خبر ورکړى وو ؛ چې د افغانستان امن مخ په خرابيدو دې ؛ خو د مخ په خرابيدو علاج له امريکا سره دادى ؛ چې نور فوځونه به راوليږي ؛ نو امریکا تل د افغانستان د سولې پر وړاندې خنډونه او بندونه لټووي.


















