ليکنه: داد محمد ناوک
انسان اوکره کتنه:
د هر انسان سهارله راتلونکي ماښام سره توپير لري،دغه توپير که په مالي برخه کې وي، نظري برخه کې وي که… مګر د دغه توپير درک هلته شونى دى،چې انسان خپل ورځنى ژوندوڅاري،دغه څارنه ممکن دهماغه کس په ذوق اوليدلوري پورې اړه ولري. که دچاپه مالي برخه کې دپرمختګ تمه يا د شاته تګ اندېښنه وي،ممکن دهماغه کس ټوله څارنه پرهمدې برخه راوڅرخي.نوپرهمدې اساس ويلاى شو،چې هرانسان که دژوند په هراړخ کې وي،خويو ډول کره کتونکى دى؛ مګرموږ دلته پرادبي کره کتنه خبرې کوو،له ادب سره اړوند کره کتنه هغه مهال وزېږېده چې په نړۍ کې ادب پل کېښود،او د ادب په اړه ترټولو لرغونى څرک ولسي کيسې دي. او دهمدې کيسوپه اړه دانسان خپل غبرګون دکره کتنې يو ډول ګڼل کېږي. ممکن دغه ډول کره کتنه به معياري وه،يابه هم داورېدونکي يالوستونکي له خپله ليد لوري يو څرک و.خوکره کتنه دانسان په خټه کې اخښل شوې ده،ځکه چې دهرليدونکي يا اوريدونکي څه په اړه دانسان غبرګون خپله يوډول کره کتنه ده.ځکه خو د ادبي اثر په اړه هم هرلوستونکى يا اورېدونکى خپل غبرګون ښيي،مګر دغه غبرګون به هلته معياري واوسي چې همدغه (اورېدونکى يالوستونکى) له ادب او دکره کتنې له فن سره يوه اړيکه ولري.ځينې کره کتونکي په دې اند دي چې هرکره کتونکى بايد خپله هم له هنرسره اړيکه ولري،دوى دغه استدلال کوي چې که څوک له هنرسره اړيکه ولري،اوبيا په کوم هنري اثر کره کتنه کوي،دهنرباريکي او څکه به ورمالوم وي.مګر ځينې نور بيادغه خبره ځکه نه مني چې کېداى شي يوڅوک ديوهنري اثر د تخليق استعداد ونه لري،مګر د کره کتنې هنر به يې لري.اودغسې ځکه شونې ده،چې پريوهنر پوهېدل به دغه مانا نه لري چې هرومرو دې دغه کس په دې هنرکې لاس هم ولري.لکه يو څوک چې په ژورناليزم کې ښه مطالعه ولري، مګر عملا کارپه کې نه کوي،خو دژورناليزم دپرمختګ ،شاته تګ،وړاندې کولو…لارې ګودرې ورمالومې وي.مګر بياهم ژورناليست ځکه نه دى،جې عملايې په کې کار نه دى کړى،مګر ژورناليستيکي باريکۍ ورمالومې دي،اوديوه ژورناليست نيمګړتياوې او ښېګړې ورښودلى شي.
دغسې په ادبي کړيوکې هم ممکن يوڅوک فرضا شاعر نه وي،مګر دشعر پر باريکيو او ډېرونوروهغوشيانو خبروي چې کېداى شي يوشاعر بېخې پرې خبر نه وي.دغه اودې ته ورته ډېرنورمثالونوموږ پردې معترف کوي،چې دا مهمه نه ده چې يوادبي کره کتونکى دى هرومرو يوهنرمن هم وي،مګر که وي لابه ښه وي. د اردو ژبې شاعر او ليکوال حالي د شعر او شاعرۍ په اړه دکره کتونکي يو ځانګړنه (ذوق) بولي: ((دشاعري اندازه لګول دهغه چا دنده ده چې هغه د ذوق خاوند وي))
دکره کتنې تاريخي بهير:
د انساني ورځني ژوند پيل دکره کتنې پيل دى،انسان تل هڅه کړې چې ځان له تاوانه بچ وساتي اوګټه واخلي.دغه د تاوان اوګټې توپير،په هغوى کې دګټې ټاکنه او له تاوانه ځان ساتنه ،هرومروله داسې لارې پېژندل شوې چې دغه لاره په کره اوکوټلې کتنه ولاړه ده. مګر ادبي کره کتنه د ادبي هستۍ همځولې بلل کېږي.او د ادبي معياري کره کتنې د پيل په اړه ويل کېږي چې لرغونى يونان يې ټاټوبى دى.
په يونان کې له مېلاده شاوخوا شپږ پېړۍ مخکې دهماغه هيواد د وتلي شاعر (هومر) دشعرونو په اړه (زينوفنيز) له اخلافي پلوه ځينې نيوکې وکړي.اوپه يونان کې د غه سړى (زينوفنيز) لومړى کره کتونکى ګڼل کېږي.په را وروسته وختوکې هم ځينوکره کتونکيو ځينې نور نومونه هم دکره کتونکيو په توګه يادکړي.لکه دهمدې زينوفنيزهم مهالى (پيزيسترات)،دوه پېړۍ وروسته (فيليتاس ) چې يونانيانو به کريتکوس باله اوهمدار نګه د کره کتونکيو يوه ډله (ارخون) هم هغه څوک وو چې ډرامې به يې ارزيابي کولې او د دوى پرمعيارپوره هغې ته به يې ځينې جايزې ورکولې.
له دې ټولو وروسته د(سقراط) په وخت کې (اريستوفان) هغه څوک وو چې په کره کتنه کې به ان په (ارباب الانواع)هم تېز ورته.نوموړي په خپلو دوو ډرامو(چنګوښې) او (ورېځې)کې په سقراط او (يورپيديز) ډرامه ليکونکي په پوره زړه نيوکې کړې دي.پردې سربېره په لرغوني يوناني تمدن کې په دې لړکې د مشهور فيلسوف اپلاتون او دهغه د زده کونکي ارسطونومونه هم راځي. اپلاتون په ټوله کې د کره کتونکيو له خوا لومړنى اصولي کره کتونکى نومول شوى دى.مګر د ارسطو(پوتيکا)د لرغوني يونان د کره کتنې يوه شهکاره نمونه ده.د روم په لرغوني مدينت کې هم کره کتنه پخوانۍ رېښې لري.او د (هوريس) مشهور اثر(دشعرفن) د لرغوني روم دکره کتنې ښه نمونه ده.
په ختيځ کې :
له اسلامه وړاندې به چې کله دعربو بېلابېلې قبيلې دحج له پاره مکې معظمې ته راغلې، نوله ښارسره نږدې په (عکاظ)نومي ځاى کې به د سيمې عربانو بازار ولګاوه،او راغليو خلکو به په کې سوداګانې کولې،پردې سربېره به په عکاظ کې لويې –لويې مشاعرې جوړېدې چې له لرې راغليو خلکوبه هم په کې ګډون کاوه.دلته به نو دښه شعر ټاکنه ديوې ډلې له خوا کېده،چې په دې ډله کې دهماغه وخت سترشاعر(نابغه ذيباني) هم و.د دې ډلې له خوا غوره شوى شعربه وروسته دشهرت او عزت په خاطر دکعبې شريفې په دېوال ځړول کېده.چې دغه کاربه دشاعرله پاره لوى وياړو.
له اسلامه وروسته هم دعکاظ مېله ګرمه وه،کله چې د کوثر مبارک سورت نازل شو،حضرت علي کرم الله وجهه وليکه،اوبې له دې چې د عکاظ دکره کتنې ډله پرځان خبره کړې،دغه مبارک سورت يې دکعبې شريفې پردېوال وځړاوه،کله چې دجاهليت لوى شاعر (لبيد)_چې عربانو به ورته دښکلې شاعرۍ له امله سجدې کولې اوپه وروستيوکې يې ايمان راووړ_دغه درې له فصاحته ،بلاغت اوښکلاډک اياتونه ولېدل،بې پامه يې له خولې ووتل: (( دغه دبشر کلام نه دى!))
په ختيځ کې دکره کتنې په اړه لومړنى ټول منلى اثر دبصرې د اوسېدونکي (جمحي) (طبقات الشعرا) دى.په دې اثر کې مولف د جاهليت او اسلام د دورو شاعران دځينو ځانګړنو اومميزاتو له مخې په لسو طبقو وېشلي. جمحي د ښه شعر په اړه وايي:ښه شعرساده،روان اوسنجېده وي.
له ده وروسته (ابن قتيبه دينوري) (الشعر والشعرا)وليکه اودشعرخوښونې معيارونه يې کېښودل.اماپرشعراوشاعرۍ سربېره ابن قتيبه د نثر ليکونکي په اړه هم ويل چې بايد دپوره روغ ذوق څښتن وي ،خبرې ساده،او له ښکلاډکې وي.او پرعلومو اوفنونولاس برى وي.
له يادوکره کتونکيو وروسته د(جاحظ) (البيان والتبين) چې د کره کتنې او بلاغت ځينې اصول يې بيان کړي دي،د متي بن يونس ژباړه (بوطيقا) چې د ارسطو(پوتيکس) يې ژباړلى،د درېيمې هجرې پېړۍ د (قدامه بن جعفر) (نقدالشعرا)،د قاضي جرجاني (الوساطه بين المتنيبي وخصومه)ديادونې وړ دي،چې وروستى هغه يې دعادلې کره کتنې ښه نمونه ده.له دوى وروسته په عربي نړۍ کې دکره کتنې په اړه بېلابېل اثاروليکل شول،چې مشهوريې د (ابولفرح اصفهاني) اثر(اغاني) دى،چې روهي صيب د (ادبې څېړنې )په ١٤٧مخ کې دغه اثر سل(١٠٠) ټوکه ښوودلى او د روهي صيب په خبره((داکتاب په حقيقت کې دشعر او ادب دايره المعارف ګڼل کېږي.))
له ((نقدالشعرا))وروسته د ابن اثير(الکامل في التاريخ) اثر ډېر مشهور دى،له يادو کره کتونکيو سره جوخت د ابن ابې الحديدنوم هم يادېږي.


















