(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۷) الماس خدرخېل
د شمالي کوریا د وروستيو بالستيک ازموينو او د امريکا او سويلي کوريا سره له تاوتريخوالي وروسته د امریکا متحده ایالاتو هوډکړی، چې د سویلي کوریا په فضا کې د توغندیو د له منځه وړلو پرمختللی سیستم (THAAD) ځای پر ځای کړي.
دغه توغندي د دې وړتیا لري، چې په هستوي خولیو سمبال توغندي په هوا کې په نښه او له منځه یوسي.
د امریکا دغه کار د چین او روسیې هېواد غوسه راپارولې ده.
د چین هېواد د امریکا دغه ډول اقدام په اړه جدي غبرګون ښکاره کړی او د شمالي کوریا سره یې د خبرو اترو په مسله ټینګار کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګینګ شوانګ په امریکا او سویلي کوریا غږ کړی، چې دا دفاعي هوايي سیستم هر څه ژر ونړوي او لرې يې کړي.
د امريکا او سويلي کوريا چارواکي وايي، نوموړی هوايي دفاعي سیستم د شمالي کوریا نه د مخامخو ګواښونو په مقابل کې یواځې د تدبیر په موخه فعالوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې امريکا سیمې ته خپل تر ټولو لویه او قوي په اتومي وسلې سمباله تحت البحري کښتۍ ولیږله.
د بله پلوه امریکا متحده ایالتونو د خپل متفق سویلي کوریا سره تیره ورځ د شمالي کوریا په پوله کې ګډ عسکري تطبیقات پيل کړل.
په دې عسکري تطبیقاتو کې چې جنګي الوتکو، جنګي چورلکو، ټانکونو او توپونو ګډون کړی وو حقیقي مرمۍ پکې کارول شوي دي.
ویل کیږي د تطبیقاتو د سیمې پورې غاړې ته شمالي کوریا موقعیت لري.
چین د امریکا لخوا د کوریا ټاپو وزمې ته په اتومي وسلې سمبال د خپل تر ټولو لویې تحت البحري کښتۍ د استولو نه وروسته خپله دویمه د جنګي الوتکو لیږدونکې کښتۍ اوبو ته کوزه کړه.


















