اکبر اغا: د بهرنيانو په شتون کې افغانستان کې سوله نه شي راتلای

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۹) الماس خدرخېل

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر آغا وايي، روانې جګړې د بهرنیانو موخه ده او د دوی په شتون کې په هېواد کې سوله نه شي راتلای.
اکبرآغا تېره ورځ په کندهار کې د یوې غونډې پر مهال په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه اشغالګر وبلل او ویل یې چې دغه ځواکونو په افغانانو کې اختلافونه پیدا کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانانو په منځ کې اوسنۍ بې باوري، بې اعتمادي او دلته روانې جګړې د بهرنيانو يواځینۍ موخه ده.
د ده په وینا په افغانستان کې د خلکو ترمنځ اوس هيڅ باور نشته، ځکه خو جګړه پراخه او آن تر هر کلي او هر کوره رسيدلې ده.
په دې ناسته کې یو شمیر دیني عالمانو هم ګډون کړی و، چې د روانې جګړې پر ژر پای ته رسېدو يې  ټينګار کاوه او له ټولو افغانانو او نړیوالو يې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره سره لاسونه ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button