طالبانو د (منصوري عملياتو) په لومړۍ ورځ ۶۴ بريدونه کړي دي

راپورتاژ: الماس خدرخېل
وسله والو طالبانو پرون سهار مهال د ۱۳۹۶ م کال د غوايي په ۸ د نوي کال د پسرلنيو (منصوري عملياتو) د پيل اعلان وکړ او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې په خپلو وسله والو غږ کړی، چې خپل پوځي ځواک او بريدونه د بهرنيو عسکرو او افغان حکومت امنيتي ليکو ته متوجه کړي او د لا نورو پرمختګونو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
طالبانو يواځې د پسرلنيو (منصوري عملياتو) په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې ( ۶۴) وسله وال بريدونه کړي دي.
طالبانو د بېلابېلو خبرونو په خپرولو سره ويلي، چې په ننګرهار کې يې تېره ورځ ۸ بريدونه ترسره کړي، چې له جملې يې په بټيکوټ ولسوالۍ کې په محلي پوليسو، د لعلپورې ولسوالۍ پر ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا پوستو، د غني خيلو ولسوالۍ اړوند د تورخم پر غزيدلي سړک پر امنيتي ځواکونو بريد، د غني خيلو ولسوالۍ ۲۴ تمه ويالې سيمه کې په محلي پوليسو بريد، له کابله جلال اباد ته پر غزيدلي سړک د زرداد غونډۍ پر سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد، د چپرهار ولسوالۍ د شغلدرې سيمه کې او د کوټ پر ډاګ سيمه کې پر محلي پوليسو بريدونه دي.
طالبانو د تېرې ورځې په دوام کې د کنړ ولايت څخه د ۱۰ بريدونو راپورونه ورکړي او ويلي يې دي، چې د دغه ولايت منورې ولسوالۍ غاښي کنډو کې يې په بيس او يادې ولسوالۍ په دفاعي پوستو بريدونه کړي، دغه راز د اسمار ولسوالۍ شنګر سيمه کې په عسکرو بريد، د سرکاڼو ولسوالۍ ناوې سيمه کې په پنځو پوستو بريدونه، د يادې ولسوالۍ پر بيس د هوان بريد، د ماڼوګي ولسوالۍ اشنغر سيمه کې په پوسته بريد، د دانګام اړوند کاندو سر او غونډکوسر سيمو پر پوستو بريد، د شيګل ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ او دفاعي پوستو بريد، د سرکاڼو اړوند مسلم اباد سيمه کې د محلي پوليسو په پوستو بريد، په لويه لاره بريدونه، د ماڼوګي ولسوالۍ کنډګل سيمه کې په درې پوستو بريدونه چې پکې په زيات شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همدارنګه وسله والو طالبانو د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو نه د ۱۶ بريدونو راپورونه ورکړي او زياتوي، چې د پکتيکا سرحوضې ولسوالۍ شاتور سيمه کې په پوسته بريد، د پکتيکا يوسف خيلو ولسوالۍ شپنو کلا سيمه کې په محلي پوليسو بريد، د پکتيکا اومنې ولسوالۍ اړوند ځواک سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد، د پکتيکا جاني خيلو ولسوالۍ اړوند برلک سيمه کې د محلي پوليسو پر پوسته بريد، د پکتيکا اورګون ولسوالۍ پيرکوټي سيمه کې په قرارګاه بريد، د پکتيکا جاني خيلو ولسوالۍ بلک سيمه کې په محلي پوليس بريد، د پکتيا مرکز ګرديز اړوند زرمت ولسوالۍ ته په غزيدلي سړک د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد، د خوست دوه منده ولسوالۍ اړوند الودين سيمه کې په قرارګاه بريد، د خوست ولايت باک ولسوالۍ اړوند پهلوانخيلو سيمه کې په پوسته بريد، د پکتيا پټان ولسوالۍ اړوند د مقبلو سيمه کې په پوسته بريد، د خوست قلندر ولسوالۍ د سر په نوم په پوسته بريد، د پکتيا زرمت ولسوالۍ اړوند سهاکو سيمه کې په کمپاين د توغنديو بريد، د پکتيا ګرديز اړوند سيمه کې په قل اردو توغنديز بريد، د پکتيا ګرديز اړوند سروړي سيمه کې په پوستو بريد، د پکتيا مټاخان ولسوالۍ اړوند خورکڅ سيمه کې په محلي پوليسو بريدونه چې پکې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په خپل سايټ شهامت کې په داسې حال کې د تېرې ورځې د لغمان ولايت د ۸ بريدونو خبر ورکړی، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دغه ولايت په مرکز کې د حزب اسلامي مشر ګل بدين حکمتيار هم ميشت دی او ټاکل شوې ده چې له هغې ځايه به ننګرهار او بيا کابل ته لاړ شي.
دغه راز وسله والو طالبانو يواځې د تېرې ورځې د بدخشان ولايت د زيباک ولسوالۍ په ګډون د يو شمير لويو او وړو پوستو د نيولو او شاوخوا ۳۰ نورو وسله والو بريدونو راپورونه ورکړي دي.



