ما په کعبه کي درته کړی دی قرآن وطنه !!!

ما په کعبه کي درته کړی دی قرآن وطنه
چي زه ژوندی یم ته به یی همداسي وران وطنه
انجینر زبیر احمد مجاهد
حکمتیار: په افغانستان کي دي څوک د زور حکومت کولو خوبونه نه ويني.
حکمتیار ته ځواب
رښتیا خبره ده چي څوک څه په ځان کي ويني هغه په جهان کي ويني.
حکمتیار تر اوسه دا څلویښت کاله د خوب لیدو پر بنا جنګونه کول او نن په دي پوه شو چي حکومت ـ څوکي او مقام ته رسیدل دده خوب وو ـ د همدي خوب د تعبیر لپاره چي دی به څوکی او حکومت ته رسپږي د کمونستانو په مقابل کي یي جګړه وکړه ـ د همدي خوب د تعبیر لپاره یي کابل په کنډواله او خرابه بدل کړ ـ د همدي خوب د تعبیر لپاره یي دا پنځلس کاله تش په نامه د جهاد چيغي وهلي ـ د همدي خوب د تعبیر لپاره کله دوستم او کله به مزاري سره یو ځای کیده ـ د همدي خوب د تعببر لپاره یی د خلیج په جنګ کی د امریکایانو په ملاتړ خلک واستول او د همدی خوب د تعبیر لپاره چی حکومت به وکړی او کابل د ګلبدین شي هر قسم ناروا عمل نه یی مخ ونه ګرځاوه.
هوکي حکمتیاره!
رښتیا تا د خپلو خوبو تعبیر غلط کړی وو.
ستا خوبونه د قدرت ـ څوکي او حکومت لپاره وو.
ستا خوب شیطاني وو نو ځکه تعبیر یی سم نه وو.
تا جهاد نه دی کړی بلکی تا ټول عمر د حکومت او قدرت خوبونه لیدلي دي
خبردار!!!
په دي پوه شه چي ته نه پیغمبر یی او نه الهي وحی درته راځي ځکه د پیغمبرۍ او وحی لړي نوره بنده ده
د روسانو او امریکایانو په اشغال کي کوم توپیر نه لیدل کیږي بلکی دا اشغال تر هغه خطرناک دی ـ د پرون او نن امریکایی اشغال کی هم څه فرق نسته.
ستا په خوله نه جهاد فرض کیدلای شي اونه فرضیت یی له منځه تلای شي او نه څوک ستا خوله ته ګوري.
په دي پوشه
د اسلامي امارت تر قیادت لاندي سپیڅلی جهاد د الله جل جلاله او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د احکامو مطابق د اشغال څخه د آزادۍ او د اسلامي نظام د قیام لپاره روان دی او روان به وي.
د اسلامي امارت تر قیادت لاندي د افغان ولس سپیڅلی جهاد ستا په شان د حکومت او څوکي لپاره نه دی.
د اسلامي امارت د مشرانو او مجاهدینو سرښندني مونږ ته دا را ښئی چي هغوي د حکومت خوبونه نه ويني بلکي هغوي د شهادت ـ آزادۍ ـ د الله ج رضا او اسلامي نظام د حاکمیت په حقیقت جهاد کوی نه ستاسو پشان د خوبونو پربنسټ.
رښتیاهم چي ستا مبارزه د خوب په بنا وه که چیری د حقیقت پر بنا وای نو داسي تسلیمي اورزالت به دي نه و کړای.



