امریکایي مرین عسکر یو ځل بیا هلمند ته ولاړل

کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۹- د امریکا بحري یا مرین عسکر یو ځل بیا هلمند ته ورسیدل. مرین ځواکونه د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر په میاشت کې له هلمند نه وتلي و.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان، جنرال جان نیکولسن نن د شنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې یادونه وکړه چې ۳۰۰ مرین عسکر بیرته هلمند ته رسیدلي دي.

مرین ځواکونه په داسې حال کې هلمند ته رسیږي چې یوه ورځ مخکې وسله والو طالبانو خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل او په لومړۍ ورځ یې شاوخوا ۶۴ بریدونه ترسره کړل.

د هلمند ولایت زیاته برخه د طالبانو په لاس کې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button