د ټیکنالوژی منفې او مثتبې اغیزې پر ماشومانو!

لیکنه: مجیب حلیمي
د یویشتمې پیړۍ په دې ټیکنالوژیکې عصر کې ټیکنالوژي نن یوه بې سارې مخینه لري،چې نړی څخه یې یو کلی جوړ کړئ دی او هیوادونه یې دومره سره نږدې کړي دي چې پخوا به په میاشتو میاشتو قاصد ورته خط رسو،خو نن یوازې یو کلیک هغه هم په څو ثانیو کې.
اوس راځو خپلې موضوع ته! د ټیکنالوژی منفي،او مثبتې اغیزې پر ماشومانو،لکه څرنګه چې ګورو ډیموکراسي په افغانستان کې نوی او لا د ودې په حال کې ده، همداسې ټیکنالوژي هم په افغانستان کې د ودې په حال کې ده،او ددې منفې او مثبتې اغیزې پر ماشومانو څيړو.
الف:د ټیکنالوژی مثبتې او ګټورې اغیزې پر ماشومانو!
څرنګه چې افغانستان یو وروسته پاتې هیواد دی،نو د تعلیم سویه لا هم دلته د نورو خلکو شومو اهدافو له وجې مخته نشي تللی،اداري فساد،بې امنیتې او داسې نور..،چې تعلیم د پرمختګ مخه یې نیولې ده.
په نوره نړې کې چې کله زده کونکې د مکتب پر لور لومړی قدم اخلي هغه دومره کافې مالومات لري چې دخپلې کورنی دندې د تر سره کولو لپاره په مثبت ډول انټرنیټ وکاره وي،د وګړو او اشخاصو په باره کې مالومات راټولوي او هغه خپل ایډیال ګرزه وي او وروسته ترې ستر ستر اشخاص جوړیږي، د سترو اشخاصو سره اړیکې ټینګه وي او یا هم ځینې داسې کړنې کوي چې یو لوی او تجربه کار شخص یې نشې کولای، لکه ښه مثال یې په دې تیرو شپو ورځو کې د انسټګرام ویب پاڼې هیکونه وه چې د یو ۱۰ کلن ماشوم لخوا شوی وه او وروسته ورته د ۱۰۰۰۰ ډالرو انعام ورکړل شو،خو متاصفانه چې د افغانستان په ښوونځیو کې بیا دا سهولتونه د سره شتون نلري او نه ورته کومه خاصه توجو کيږې،او نه یې ښوونکې باتجربه اشخاص دي.
ماشومان لکه ریبوټان(ماشینونه) دي چې څه رقم یې پروګرام کوي هماغسې پروګرام کیږې، که مثبت یې پروګرام کوي،یانې ښې ښوونې ورته کړی،د ټیکنالوژی په مثبتو لارو یې خبره وي نو بیا به د ټولنې لپاره ویاړونه را پنځه وي او د افغانستان کدرونه به وي.
د مثبتو نقطو څخه یې دا هم ده چې ماشومان مو جرات ناکه او په زده کړو کې به تر بل هر چا مخته وي او مطالعات به کوي،د کورنې دندی د ترسره کولو لپاره به د ټیکنالوژې څخه استفاده کوي،مالومات به یې عصري او نوي وي او بافهمه زده کونکې به وي.
که پدې برخه کې عامه پوهاوی وشي،زمینې برابرې شي نو زه په یقین سره وایم چې مونږ به ډیر داسې زدهکړیالان او کدرونه ورزو چې په نړې کې به یې سارې شتون ونلري..
استادانو او ښوونکو ته دا هم پکار ده چې د موضوع اړوند تړوني یا لینکونه شاګرد ته ورکړي، او زده کونکې دې ته وهڅه وي تر څو د ټیکنالوژی څخه د مثبتې استفادې جوګه او په نورو برخو کې تحقیق وکړي.
د ټیکنالوژی د مثبتو نقطو دا هم کیدلای شي،چې د ماشومانو ذهنونه تیز کړي، د ای کیو(IQ) برخې ته یې لا وده ورکولای شي،یا داسې ورکشافونه ورته برابر شي چې تر څو خپل مضامین ورته تدریس شي لکه د اریانا تلویزون څخه نشریدونکې خپرونه چې نوم یې سیانس یوه ساتیری(لوبه) ده،چې پکې د اړوند مضمون فروفیسوران خپل کوچنې زده کړیلانو ته د فزیک او کیمیا په برخه کې ورکشافونه وړاندې کوي،تجربې ورته په عملي ډول کوي که چیرې زمونږ زدهکړیالان د ټیکنالوژی سره بلد او عامه پوهای ورته شوي وي، نو که د کوم مضمون درس سبا ورځې ته وي نو لومړی به یې د ټیکنالوژی په همکاری پلټې او مالومات به راټوله وي،او یا هم استاد ورته داسې لینکونه(تړوني) د مخه پر تخته کې نوټ کړي وي تر څو زده کړیالان ترې ګټه پورته کړي.
دلته نه یوازي چې د ټیکنالوژی کمبود بلکې تر اوسه په پښتو ژبې کې داسې مالوماتې ویب پاڼې نلرو چې زمونږ زدهکړیالان ترې ګټې پورته کړي او لا نوره مطالعه وکړي،د علومو اکاډمی باید پدې اړوند د معتبرو ټولنو،کمپنیو سره په تماس شي او داسې ویب پاڼې جوړې کړي تر څو نوی نسل مو بافهمه او په علم استوار وي.
د ټیکنالوژی منفی اغیزې پر ماشومانو!
د یو ویشتمې پیړی پدې عصر کې چې ټیکنالوژې یې سر لارې ده،مثبتې او منفې اغیزې هم پر ماشومانو درلودلی شي.
که چیرې په صحې او منظمه توګه استعمال نه شي نو ډیرې ناوړې پیښې او اغیزې پر ماشومانو باندې شیندې،دا منو چې ټیکنالوژۍ د وګړو په ژوند کې اسانتیاوی راوستې دي خو یو شمیر ناوړه اغیزې هم له ځانه سره راوړي دي،هغه که د صحت په برخه کې دي او که د انسان د فطري اخلاقو د بدلون په برخه کې.
د صحت په برخه کې یې داسې ویلئ شو،چې د ټیکنالوژیکې وسایلو ښېښي ته ډیر کتل مو په عصابو،سترګو،او په وینې پر فشار مستقیمه اغیزه کوي البته د ماشومانو دفاعې سیستم نورو ته دومره قوي ندی چې مړې حجري بیرته ترمیم کړي او لا د ناستي وړتیا ولري،د ماشومانو لپاره باید یو محدود وخت ،تقسیم او قات ورته تیار شي،او تر څنګ یې د فورنګرافۍ ویب پاڼې بندې شي،چې په یو اسلامي هیواد کې دا د امنیت د کارکونکو وظیفه ده تر څو په اړونده شبکو فشار راوړل شي چې د غیرې اخلاقي ویب پاڼو مخه ونیسې چې خوشبختانه دا کار دلته عملي شوی دی.
که احیانآ ددې شبکو پر فایروال(الکټرونکې دیوال) کوم چې فورنګرافي ویب سایټونه بنده وي،بیا هم زمینه برابره شي،یا خراب شي، نو د کور مشر او لویان دا وجیبه لري،تر څو د بروزرو له لاري ټول هغه غیرې اخلاقي ویب پاڼې بندي کړي کوم چې پر ماشومانو او په ځوان نسل مسقیما اغیزه درلودلای شي،ددې تر څنګ ماشومانو سره ناسته او هغوی ته د ټیکنالوژی مسستقیم لارښود او په مثبتو ګټو پوهول او د منفې ګرې څخه یې ساتل د ټولو وجیبه ده.
که څه هم نن سبا دټیکنالوژی پرمختګ په افغانستان کې په ګړندۍ سره راوان دی او په اجتماعې صفحو ډیرې کشران او هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۱۰ کلنې څخه تر ۱۷ کلنې پورې وي ددوی اجتماعې صفحی باید د کور دیو مشر وګړي په لاس ولیدل شي،تر څو خدا ناخواسته د کومې منفې اغیزې لاندي نه وي راغلی،چې وروسته یې عواقب ډیر بد تمامیدلای شي.
د لویانو او مشرانو دا هم وجیبه ده تر څو داسې څه پر اجتماعې صفحو پوسټ(وننښلوی) چې ځوان قشر ته د تشدد(سخت لاری) او بربادی سبب ګرځي،چې هغه زده کړیالان کوم چې کوچنې دي اذهان یې په چټکې سره انحراف کوي او بل لور ته پرې مستقیمه اغیزه کوي،او یا دې خپل ماشومان د اجتماعې صفحو څخه منعه کړي او محدودیاتونه دې پرې ولږه وي،چې پر ماشومانو او لا تنکیو ځوانانو بدې اغیزی ونه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button