د نړۍ پای (۴۱مه برخه) – د ښځو ډيروالی او د سړيو کموالی –

۷۶-۷۷ د ښځو ډيروالی او د سړيو کموالی
د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې په آخره زمانه کې به د ښځو شميره زياته شي او د نرانو شمير به کم شي، د علم خاوندانو ويلي چې په هغه زمانه کې به د ښځو د کثرت سبب هغه فتنې او جنګونه وي په کومو کې به چې يو لوی شمير نران قتل کړی شي او ښځې به بچ پاتې شي، ځکه چې جنګ کول د ښځو کار نه دی او د دې کار لپاره سړي په کار راځي.
په دغه سلسله کې دويم قول دا دی چې د فتوحاتو د کثرت له امله به د مينځو په شمير کې زياتوالی راشي او يو سړی به څو څو مينځې په خپله قبضه کې واخلي.
علامه ابن حجر رحمه الله فرمايي:
ظاهراً دا معلوميږي چې د ښځو ډيروالی او د نرانو کموالی به د کوم ظاهري سبب له امله نه وي، بلکه دا به د الله تعالی د تقدير او د هغه د حکمت تقاضا به وي چې په آخره زمانه کې به هلکان کم پيدا کيږي او انجونې به ډيرې پيدا کيږي ([1]).
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
د قيامت له نښانو څخه دي چې علم به پورته کړل شي، جهالت به خپور شي، زنا به زياته شي، شراب به څښل کيږي، سړي به ځي او ښځې به باقي پاته کيږي، تر دې چې د پنځوسو ښځو د پالنې لپاره به يو سړی وي ([2]).
د يوه بل روايت الفاظ داسې دي:
زنا به عامه شي، سړي به کم شي او ښځې به زياتې شي ([3]).
که چيرته په دنيا کې د پيدا کيدونکو هلکانو او انجونو په شمير کې غور وکړی شي او د عالمي مصدقه رپوټونو جايزه واخستل شي په کوم کې چې د هلکانو او انجونو د شمير فرق ښودل شوی نو سړی دې نتيجې ته رسيږي چې دغه نښانه زمونږ په دور کې ښکاره شوې او مخ په ترقي روانه ده.
۷۷ د فشاحي او عرياني ظهور او په ښکاره يې ارتکاب
نبي کريم صلی الله علیه وسلم په آخره زمانه کې چې د کومو بديو د ډيروالي او د شهوتونو د انتشار پيشنګويي کړې، په هغه وخت کې يې دا هم فرمايلي چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې زنا به ډيره عامه شي : او نوبت به تر دې ورسيږي چې يو سړی به په لار کې د ټولو خلکو تر مخ له کومې ښځې سره زنا کوي.
دا دوه نښانې دي : يوه دا چې زنا به عامه شي، دويم دا چې زنا به ښکاره کيږي او د منع کولو کوشش به يې هيڅوک نه کوي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لا تقوم الساعة حتى لا يبقى على وجه الأرض أحد لله فيه حاجة وحتى توجد المرأة نهارا جهارا تنكح وسط الطريق لا ينكر ذلك أحد ولا يغيره فيكون أمثلهم يومئذ الذي يقول : لو نحيتها عن الطريق قليلا فذاك فيهم مثل أبي بكر وعمر فيكم ([4]).
ژباړه :
قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې داسې صورتحال پيدا نشي چې په زمکه کې به هيڅ يو داسې څوک نه اوسيږي کوم ته چې د الله تعالی ضرورت وي، نوبت به دې ته ورسيږي چې په رڼا ورځ په ښکاره به د لارې په مينځ کې له يوې ښځې سره زنا کيږي او هيڅوک به په هغې اعتراض نه کوي او نه به هيڅوک د هغې د منع کولو کوشش کوي، په دغه وخت کې به په ټولنه کې بهترين سړی هغه څوک وي کوم چې زاني ته ووايي : که تاسو ليږ له دې لارې څنګته شی، د دې خبرې کونکی به په هغه زمانه کې داسې حيثيت لري لکه نن ورځ چې زمونږ په مينځ کې ابوبکر او عمر دي.
د دغه حديث تاييد د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه فرمان هم کوي : جهالت به خپور شي، زنا به عامه شي او شراب به څښل کيږي ([5]).
د يوه بل روايت الفاظ داسې دي:
زنا به عامه شي، سړي به کم شي او ښځې به زياتې شي ([6]).
دا دواړه نښانې زمونږ په زمانه کې ښکاره شوې دي، ځينې ټي وي چينلونه چې کوم قسم فحاشي خپره وي، په انټرنيټ باندې چې کوم قسم عکسونه او ويډيو نشر کيږي د مؤمن سترګې ورته له کتو شرميږي.
مؤمنو ښځو او سړيو ته پکار دي چې د خپل نفس ساتنه وکړي، خپل نظرونه وساتي، د شرمګاوو حفاظت وکړي، له فاسقانو او فاجرانو څخه ځانونه بچ وساتي او له الله تعالی څخه هر وخت د پاک لمني دعا وکړي.
۷۸ د قرآن مجيد په تلاوت باندې اجرت اخستل
د قرآن مجيد تلاوت او عبادت د الهي قربت ذريعه ده، په دغه سلسله کې اصولي خبره دا ده چې عبادت د دنيا طلبي لپاره نه کيږي، بلکه خالص د اخروي کاميابي او د الله تعالی د رضا لپاره يې کول پکار دي.
دا د قيامت له نښانو څخه ده چې يو شمير داسې خلک به پيدا شي کوم به چې د تعزيت په مجالسو يا په نورو مجالسو کې د قرآن مجيد تلاوت په خوش آوازي سره يواځې د دې لپاره کوي چې په هغه سره مال او دولت تر لاسه کړي.
حضرت عمران بن حصين رضی الله عنه روايت کړی چې هغه له يوه داسې سړي سره په خوا کې تير شو کوم چې د خلکو په مخکې د قرآن مجيد تلاوت کاوه، کله يې چې تلاوت ختم کړ نو په هغه سره يې روپۍ وغوښتلې.
حضرت عمران رضی الله عنه چې دا صورتحال وليد نو وې ويل (انا لله وانا اليه راجعون) ما له نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا اوريدلي چې فرمايل يې:
من قرأ القرآن فليسأل الله تبارك وتعالى به فإنه سيجئ قوم يقرؤون القرآن يسألون الناس به ([7])
ژباړه : څوک چې تلاوت وکړي هغه ته پکار دي چې له الله تعالی څخه د خپلو حاجتونو غوښتنه وکړي، يو قوم داسې هم راتلونکی دی کوم به چې قرآن تلاوت کوي او بيا به له خلکو څخه سوال کوي.
حضرت جابر بن عبد الله رضی الله عنه بيان کوي:
يو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم له مونږ سره هغه وخت تشريف فرما وو چې مونږ د قرآن مجيد تلاوت کاوه، په مونږ کې څه بدو (کوچي) او څه عجمي خلک هم وو، زمونږ قرئت يې واوريد نبي علیه السلام وفرمايل:
وواياست : د ستاسو ټولو تلاوت ښه دی، نږدې ده چې داسې خلک به راشي کوم به چې د قران د تير په څير د سمولو کوشش کوي ([8]).
هغوی به په دې سره دنيوي فايده تر لاسه کول غواړي او د اخروي اجر او ثواب خواهشمند به نه وي ([9]).
دا خلک به د قرآن مجيد معاوضه سمدستي غواړي او تر آخرت پورې به صبر او انتظار نه کوي.
۷۹ په خلکو کې د غټوالي زياتوالی
حضرت عمران بن حصين رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
خَيْرُكُمْ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ قَالَ عِمْرَانُ فَمَا أَدْرِي قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعْدَ قَوْلِهِ مَرَّتَيْنِ أَوْ ثَلَاثًا ثُمَّ يَكُونُ بَعْدَهُمْ قَوْمٌ يَشْهَدُونَ وَلَا يُسْتَشْهَدُونَ وَيَخُونُونَ وَلَا يُؤْتَمَنُونَ وَيَنْذُرُونَ وَلَا يَفُونَ وَيَظْهَرُ فِيهِمْ السِّمَنُ ([10]).
ژباړه : زما زمانه تر ټولو بهتره ده، بيا د هغو خلکو زمانه غوره ده کوم چې له دې وروسته راځي، بيا د هغو کوم چې له دوی وروسته راځي، بيا به داسې خلک ښکاره شي کوم به چې ګواهي ته له غوښتلو پرته د ګواهي ورکولو ته به تيار وي، هغوی به خيانت کوي او پر هغوی به اعتماد نه کيږي، هغوی به نذرونه مني مګر هغه به نه پوره کوي او په هغوی کې به چاغوالی (غټوالی) ښکاره شي.
غالباً په آخره زمانه کې به د چاغوالي وجه مالي خوشحالي، آرام ژوند، په هوټلونو او ميلمستونو کې د خوندورو خوړو ډيروالی وي، زمونږ په دې دور کې د خلکو جسماني حرکت بيخي کمزوری دی، د انسان د هرې نوعې خدمت لپاره مشينونه او آلات موجود دي، خلک پياده نه ګرځي، نتيجه يې دا ده چې لوی او واړه ټول د چاغوالي ښکار دي، صورتحال تر دې حده خراب دی چې د عالمي شمير مطابق د دنيا د آبادي تقريباً څلورمه برخه خلک د وزن د زياتوالي په مسئله کې راګير دي.
دا وجه ده چې نن داسې دواګانې ډيرې زياتې دي کومې چې د وزن په کموالي، د چاغوالي په علاج او د معدې په کار کردګي کې له يوه انسان سره ډيره مرسته کولای شي.
۸۰ ۸۱ د داسې خلکو ظهور کوم به چې له غوښتلو پرته ګواهي ورکوي او نذرونه به نه پوره کوي
دا دواړه نښانې په مخکني حديث کې ذکر دي، بيا به داسې خلک ښکاره شي کوم به چې ګواهي ته له غوښتلو پرته د ګواهي ورکولو ته به تيار وي، هغوی به خيانت کوي او امين به نه بلل کيږي، هغوی به نذرونه مني مګر پوره کوي به يې نه ([11]).
د تساهل دغه دواړه خويونه، يعنې د نورو په خلاف له علم او غوښتلو پرته ګواهي ورکول او په کثرت سره د نذرونو منل او د هغو نه پوره کول د خلکو د دين په کمزوري، د ايمان په ضعف او په زړونو کې د الله تعالی د تعظيم په نه جذبه دلالت کوي.
[1] – فتح الباري شرح صحيح البخاري : ۱/ ۲۳۶.
[2] – صحيح مسلم، العلم، حديث : (۹)- ۲۶۷۱.
[3] – صحيح البخاري، العلم، حديث : ۸۱.
[4] – المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۱، وصححه، وسلسلة الاحاديث الضعيفة : ۳/ ۴۱۰، حديث : ۱۲۵۴.
[5] – صحيح مسلم، العلم، حديث : (۹) – ۲۶۷۱.
[6] – صحيح البخاري، العلم، حديث : ۸۱.
[7] – مسند احمد :۴/ ۴۳۲، وحسنه الارنوؤط فی تعليقه علی المسند.
[8] – د دې معنا دا ده چې هغه به د ريا کاري او شهرت لپاره د قرئت په عمل کې له مبالغې څخه کار اخلي او تکلفي قرئت به کوي.
[9] – سنن ابی داؤد، الصلوة، حديث : ۸۳۰، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۱/ ۴۶۴، حديث : ۲۵۹.
[10] – صحيح البخاري، الرقاق، حديث : ۶۴۲۸، وصحيح مسلم، فضائل الصحابة، حديث : ۲۵۳۵.
[11] – صحيح البخاري، الرقاق، حديث : ۶۴۲۸.



