روزګان کې پر دولتي ځواکونو بمبار شوی

کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۱۰- د روزګان ولایت چارواکي وایي چې د ملي اردو چورلکو پر امنیتي ځواکونو بمبار کړی چې له امله یې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالقوي وایي چې تیره ورځ مازدیګر مهال د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار اړوند د کوټوالو په سیمه کې، د اردو چورلکو پر امنیتي ځواکونو په تیروتنې سره بمبار کړی چې له امله یې د چټک غبرګون قطعې دوه تنه عسکر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي چې د اردو چورلکو د ناسمو کوردیناتو له امله پر دولتي ځواکونو بمبار کړی.

د ترینکوټ د ملکي روغتون کارکوونکي وایي چې دوی ته څلور ټپیان ور وړل شوي و چې ۲ تنو یې په روغتون کې ساه ورکړه او دوه تنه نور چې سخت ټپیان و، کندهار ته لیږدول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button