حکمتیار؛ د حسن البناء له فکره د ډاکټر نجیب د برخلیک په لور

خوږمن شبکخیل

د امام حسن البناء شهید (د مصر اخوان المسلمین د ډلې بنسټګر) د فکر نه متاثر حکمتیار صاحب مبارزه د سردار داود د دولت په خلاف پیل شوه، د خلقیانو سره جنګ نه ورسته د کابل واکمنۍ لپاره په جنګ په داسې حال کې پای ته ورسیدو چې طالبان راغلل. جګړه ماران، غله او فساد ګر یې ټول کولاب، ماسکو، اروپا او هند ته ټیل وهل.

بیا یې د امریکایانو پر ضد وسله وال جهاد پیل کړ، په داسې حال کې چې د نوموړی همسنګر سیاف، مجددي، استاد رباني، عطا محمد نور او اسماعیل خان د امریکایانو په لاس جوړ شوی نظام ور ګډ شو خو حکمتیار صیب ویل:

«والله چې زر کاله هم په افغانستان کې اسلامي حکومت رانشي که ټوله دنیا مې مخالفه شي نه به وسله په ځمکه کیږدم نه به دسنګر نه پورته شم»

د امریکایانو سره یې مبازه ډیر په عجیبه تاکتیک وکړه یو طرف ته انجینر صیب په تورلیسټ کې وو او او د یرغل کلک مخالف وو بل طرف ته د حزب کسان د امریکایانو په لاس جوړه شوي اداره  کې د والیانو، ولسوالانو، د محلي پولیسو د قوماندانو په حیث خپلې وظیفې سر ته رسولې.

شپاړس کاله ورسته نوموړی په داسې حال کې له تور لیست نه و ویستل شو چې افغانان د،کرزيانو، شمالیانو، دوستمیانو، سیاف، خانه میرانو نه تنګ راغلي دي، د ملي یووالي اداره د عوامو د خدمت پر ځای د خپلمنځی اختلافاتو نه نه ده خلاصه، انتخابات هم رانږدي دي ، امریکایانو ته یو داسې سړي ته ضرورت درلود چې یو څه نظامي قوت هم ولري او سیاسی ملاتړ هم ولري.

بل طرف حکمتیار صیب هم په تیرو انتخاباتو کې له ګل اغا شیرزي څخه هم ماته خوړلې وه، نظامي میدان کې یې ملګري په محلي پولیسو ورګډ شوي نو په سیاست کې د ژوندی پاتی کیدلو لپاره یې یو داسې قوت ته ضرورت درلود چې حمایه یې کړي او خپل نوم په سیاست کې ژوندی وساتي نو  وار یې خطا نه کړ د راتګ سره یې اول ډز په طالبانو وکړ د وینا موضوع یې د طالبانو سولې ته راغوښتل دي، خو په خپله سوله هم ندی خبر چې د کومو شرایطو په بنسټ منځ ته راغلې ده، د افغانستان ځمکه او هوا د امریکایانو په کنټرول کې ده،۵۰۰۰ امریکایان نور هم را روان دي،۳۰۰امریکایان خو پرون هلمند ته ورسیدل،هرا ورز د بې پیلوټه الوتکو بمبارونه روان دي، زندانو په هغو افغان ځوانانو ډک دي چا چې د ناټو د یرغل په وړاندي د مبارزي جرم کړی.

حکمتیار صیب ستا اول دوښمن طالب نه دی ټرمپ خیل او د هغوی نجس جاسوسان دي،هسې نه په خپل ننني پروټوکول خطا شي یا د موټرو په قطارونه او د عسکرو په لښکر خطا شي، کوم دولت ته چې ته راغلی یې همدي دولت پینځلس کاله د امریکایانو په همکارۍ زرګونو افغانان په شهادت رسولي.د سیاسي دولت واک د ارګ نه په باګرام کې د امریکایې اډې په لاس کې دی.

حکمتیار صیب کیدای شي ډیر وخت ګرځیدلی نه وي لږ د بل چا نه پوښتنه وکړه د کابل نه یو څو کلیومتره لري د لوګر په طرف، یا د جلال آباد په طرف یا د پکتیا په طرف خړ پړ ځوانان د وسلو سره ګرځی دا څوک دی؟

د یو چا نه پوښتنه وکړه چې د لوګر نه بل خواه میدان وردګ، غزني، زابل او هلمند ولایتونه د چا سره دی؟

شمال ته مخ ور واړوه،سر پل، بدخشان، کندوز او بغلان کې څوک دي، لغمان ننګرهار، کونړ او نورستان کې چې هره ورځ ډرون بریدونه ورباندي روان دي دا خلک څوک دي؟

یا د همدې ولایتونو په هدیرو راوګرځه نوی جوړ شوي قبرونه به و ویني چې سپین بیرغونه ورباندي لګیدلي وي د چا نه پوښتنه وکړه چې دا ځوانان ولي قربان شول؟

یقیناً څوک به ځواب درکړي چې دا طالبان دي مبارزه یې شپاړسم کال ته داخله شوه،حامد کرزی،ګل اغا شیرزی،باچا خان ځدراڼ،استاد رباني،او مجددی  لاړل،اشرف غني عبدالله او دوستم ،عطا محمد نور او  راغلل خو هماغه طالب په خپل سنګر کلک ولاړ دی،یوازې نه د الله نصرت بلکې  د افغان ولس ملاتړ ورسره دی.دومره قربانۍ یې د دي لپاره ورنکړي چې آخر کې د چوکۍ لپاره تسلیم شي بلکې د الله په مرسته به ناټو هم همداسې په ګونډو کوي لکه څنګه یې چې شورویان او بیا فساد ګر له افغانستانه په مړو سترګو پسې واخیستل.

پام چې ته د دوی په لار لاړ نشي،ګوره تاریخ تکراریږي،نن د ډاکټر نجیب پر ځای ډاکټر اشرف غنی دی،مرستیال یې هغه دوستم دی،آریانه چوک هم په خپل ځای دی او طالب هم د کابل په دروازه ولاړ دی،ستا هم بیا کابل کې فساد ته زړه شوی، تیر ځل خو شمشتو ته خلاص شوي پام کوه هسې نه دا ځل دي د حسن البناء شهید او سید قطب شهید پر ځای دی انجام  د نجیب غوندي شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button