د پاکستان یوې پوځي جېټ الوتکې سقوط کړی

کابل ټکی کام ) سه شنبه، ۱۲ غویی، ۱۳۹۶ (
د ګاونډي هېواد پاکستان سیمه ييزو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې په ترڅ کې يې ويل شوي د دغه هېواد یوه پوځې جیټ الوتکه لوېدلې.
د پاکستان هوايي ځواکونو ویاند رسنیو ته ويلي چې دغې جیټ الوتکې د تمرین په مهال سقوط کړی. ویاند زیاتوي چې « میراج» ډوله جیټ الوتکه د پنجاب ایالت جهنګ ولسوالۍ اړوند د اتاراهزاري په سیمه کې غورځېدلې.
دغه راز د هوايي پوځ ویاند زیاتوي چې الوتکه په یوه ځنګله کې په ونو لوېدلې او چاته يې ځاني زیان نه دی اړولی.
د یادونې وړ ده چې د یادې الوتکې پیلوټ مخکې له سقوط څخه د پراشوټ په توسط ژوندی راکوز شوی دی.


