ترافيکي پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۲) الماس خدرخېل
د لغمان په ولايت کې د ترافيکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د لغمان د والی وياند سرحدي ځواک رسنيو ته وويل چې نن غرمه د دغه ولايت په مربوطاتو کې د دوو موټرو د ټکر له کبله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپيان شول.
نوموړي زياته کړه چې دغه پېښه د قرغيو ولسوالۍ اړوند د (عزيزخان کڅ) سيمه کې د کابل – جلال اباد په لويه لار د يو زرنج او مرسيډيز ډوله موټرو د جنګېدو له کبله رامنځته شوې.
هغه وويل، چې د پېښې قربانيان ټول نارينه دي.
په هېواد کې د ډيری ترافيکي پېښو لامل د چلوونکو نه مسلکيتوب او د قوانينو نه پلي کېدل ښودل شوي.


