په کمزورې حکومتولۍ کې زوروره جګړه

تبصره

په افغانستان کې يو شمير حکومتي او ګوندي مشران روانه جګړه د ګاونډيانو لاسوهنه بولي خو د افغانستان د بیا رغونې په نامه د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپورکې ویلي، په تېر ۲۰۱۶ کال کې ۶۶۰٫۶۳۹ ولسي وګړي  د روانې جګړې له کبله خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوي، چې د وړم ۲۰۱۵ کال پرتله دا شمېره ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

سيګار پر موجوده افغان اداره د نيوکو سره سره تمه درلوده چې يو څه اصلاحات به پکې راغلي وي خو د تير کال په نسبت د موجوده ادارې حکومتولي نوره هم کمزورې شوې او د جګړې دوام ته یې لار پرانستې ده.

د شوې سروې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د روانو جګړو له امله  خپلو کورونو پريښودو ته د اړ شویو کسانو شميره څلوښت سلنه لوړه شوې ده. په يوه هيواد کې چې د کمزورې حکومتولۍ، اداري فساد، د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې، بې روزګارۍ او له هيواد د ځوانانو د وتلو کچه تر دې حده ورسيږي بيا نو حکومت په حکومت نه شميرل کيږي. د بهرنيو پوځونو د شتون سره به د حکومت شتون تړلى وي، که بهرنيان له افغانستانه ووځي حکومت يوه ورځ هم نه شي پائيدلاى.

د يوې خوا په هيواد کې د کورنيو جګړو له امله د بې ځايه شویو کورنيو زيادښت او د بلې خوا نه د ايران او پاکستانه د افغان کډوالو ستنيدا به حکومت نور هم د ستونزو سره مخ کړي. ځکه چې دا مهال نه په حکومت کې د ښې حکومتولۍ څه ثبوت شته او نه به پيدا شي.

هغه د ښې حکومتولۍ په نامه چې تر اوسه احمد ضيا مسعود په حکومت کې په وېش دنده تر سره کوله هغه هم په فراه ولايت کې د قطر له شيخانو، د رشوت اخیستنې په جرم له دندې ګوښه کړل شو. که بل یې پر ځای مقرر کړل شي هغه به له لومړي بدتر وي.

دا په اثبات رسيدلې ده څومره چې حکومتولي کمزوري کيږي هومره جګړه زور اخلي. د تيرو شپاړسو کالو را پدېخوا هرکال د ګرمۍ په موسم کې جګړه د دواړو خواو په نویو عملياتو سره زور اخلي او کال تر کاله د افغان ولس په وژنو او بې کوريو کې زياتوالى راځي.

چې د يوې خوا حکومتولي کمزوري (فساد) وي او د بلې خوا له بهرنيو هيوادونو څخه کډوال خپل هيواد ته راستنيږي، راستانه شوي کډوال کار ته اړتيا لري چې په داخل کې ميشت او له بهره راستانه شوي کډوال کار ونه لري حکومت که وسله وال طالبان په مسلسلو بريدونو نسکور نه کړي داخلي ستونزي بې روزګاري، اداري فساد، خپلسري، نه همغږي او نور په لسګونو عوامل شته چې په کمزورې حکومتولۍ سره د جګړو په زور او دوام به حکومت نسکور کړل شي.

دا مهال د هيوا په ٣٤ ولاياتو کې ٢٥ ولايات ناامنه دي او اوسيدونکي یې د جګړو له امله چې د ناسمې حکومتولې په پايله کې جګړې دوام لري په نورو سيمو کې اوسيږي او خپلو کورونو ته لا ستانه شوي نه دي.

وسله وال طالبان چې په ١١ ولسواليو کنټرول لري او په ٢٤ یې اغيز موجود دى بيا نو په افغانستان کې حکومتولي په څه روانه ده او په چا حکومت کوي؟ يواځي په ښارونوحکومت خو په حکومت نه حسابيږي. حکومت هغه وي چې د هېواد په غره او سمه ولس د يوه فرمان او يوې قوماندې لاندي ژوند وکړي. که په همدې ډول ناسمه حکومتولي روانه وي او کمزوري یې ورځ په ورځ زياتيږي نو د جګړو زور به ناسمه حکومتولي په نشت برابره کړي؛ خو ولس به پکې له د نورو نظامونو د بدلونونو په څير، د سر او مال د تاوانونو سره مخ کړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button