د پاکستان د آی اس ای مشر نويد مختار کابل ته رسيدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۲) الماس خدرخېل
یوه دولتي سرچینه وايي چې د پاکستان د استخباراتو یا د ای.اېس. ای رئیس نويد مختار نن کابل ته را رسېدلی دی.
يادې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی مختار به د افغانستان د ملي امنیت له مشاور، افغان ولسمشر، د ملي امنیت له رئیس او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
دا سرچینه وايي چې امنیتي مسایل او په ځانګړي ډول له ترورېزم سره د مبارزې څرنګوالی د افغان چارواکو او د پاکستان د استخباراتو د رئیس د خبرو اصلي ټکي دي.
د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان یو پلاوی کابل ته راغی او د افغان ولسمشر په ګډون يې له یو شمېر افغان چارواکو سره وکتل.
د دې پلاوي مشر ایاز صادق له کابله اسلام اباد ته په رسېدو خبریالانو ته وویل چې ډېر ژر به د پاکستان د استخباراتو رئیس د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د رغولو په هدف کابل ته لاړ شي.


