د دُعا اهميت او ضرورت

 

ليکوال: شفيق الله سهار

د هر څه نه مخکې مونږ بايد د دعا په معنا او مفهوم  ځان پوه کړو، چې دعا معنا څه ده؟ د چا څخه دعا غوښتل کېږي؟ ولې دعا غوښتل کېږي؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي، کوم چې کولی شي، مونږ د دعا په مفهوم باندې پوه کړي.

د دعا لپاره ډېرو علماو بيلا بېلو معنا ګانې کړي لکه: ابو سلمان دعا پخپله معنا بللې ده، قاضي عياص د طلب کولو په معنا ګڼلې ده، او علامه الجوهر دعا د سوال کولو يا غوښتلو په معنا کتاب الصحاح کې ليکلې ده، مګر د الله تعالیٰ رسول حضرت محمد “صلی الله علیه وسلم” د دعا لپاره تر ټولو معنا ګانو بهتره معنا کړې ده، او فرمايلي دي:

(ان الدعا هو العبادة) بېشکه چې دعا عبادت دی.

د دعا لپاره تعريف داسې کوو:

دعا په لغت کې سوال کولو او غوښتلو ته وايې، او په اصطلاح کې د خپلو حاجتونو او مشکلاتو د رفعه کولو په منظور د الله “جل جلاله” د دربار څخه مرسته غوښتلو ته دعا وايي.

دعا هغه عمل دی چې مصيبتونه ختموي، تقدير بدلوي، زړه عنا په نصيب کوي، بې همتي او نا اُميدي ختموي، او لوړ همت او اُميد پيدا کوي.

د دعا په واسطه د رحمت دروازې پرانستل کېږي، الله تعالیٰ ته نږديولی د دعا پواسطه پيدا کېږي.

د دعا د فضيلت په اړه الله”جل جلاله” په قرانکريم فرمايلي دي:

[وَ قَالَ رَبُّکُمُ اد‌ٌعُوٌنِیٌ لَکُمٌ اِنَّ الَّذِیٌنَ یَسٌتَکٌبَرُوٌنَ عَنٌ عِبَادَتِیٌ سَیَدٌ خٌلٌوٌنَ جَهَنَّمَ دٰخَرَيٌنَ]

ژباړه: او ستاسو رب فرمايلي دي زما نه دعا وغواړئ، زه ستاسو دعاګانې قبلوم بېشکه چې کوم خلک د تکبر له وجې د عبادت نه ډډه کوي، يعنې دعا نه کوي ژر دی چې دوی به جهنم ته ذليل او خوار داخل شي.

په بل ځای کې رسول الله “صلی الله علیه وسلم” فرمايلي دي:

دعا د مومن وسله ده، او د دين ستن او د ځمکې او اسمانونو نور دی.

وګورئ دعا څومره زياتې فايدې لري، او مونږه د الله تعالیٰ ډېر ضعيفه مخلوق يو، الله تعالیٰ زمونږ د پيدايښت سره سم په دې نړۍ کې رنګ رنګ تکلیفونه او مشکلات  پيدا کړي دي، بايد په هر ځای او په هره شېبه کې الله تعالیٰ ته ځان تسليم کړو او دعا ور څخه وغواړو.

د ځمکې په سر چې څومره انبياء عليه السلام تېر شوي، هغوي ټولو د الله “جل جلاله” د دربار څخه دعا غوښتې لکه:

۱:ايوب “علیه السلام” د مريضتيا په وخت کې.

۲: ذکريا ” علیه السلام ” د اولاد د نه لرلو په وخت کې.

۳: يونس ” علیه السلام ” د ماهي په ګېډه کې.

۴: يوسف ” علیه السلام ” چې کله ورونو څاه ته وغورځاوه.

۵: ابراهيم ” علیه السلام” چې کله کفارو اور ته وغورځاوه، او ادم ” علیه السلام ” چې کله د جنت څخه را ويستل شو نو الله”جل جلاله” ته يې لاسونه پورته کړل او دعا يې وغوښته.

نو پس ويلی شو، انبياء “علیهم السلام ” چې د ګناه څخه پاک دي او الله تعالیٰ دې نړۍ د انسانانو د پوهاوي لپاره را لېږلي دي هغوي هم په خپل وخت سره دعا غوښتې ده.

ټول مخلوق الله تعالیٰ ته مختاج دی!

دعا څلور شرطونه لري:

۱: د حرامو څخه ځان ساتل ځکه چې الله “جل جلاله” فرمايي [خورئ د پاکو نه چې ما درته روزي ګرځولې ده]

۲: خپلوي او صله رحمي کټ کونکي نه اوسئ.

۳: د ناممکن شي نه غوښتل.

۴: د قبلېدو په وخت کې تندي نه کول.

نن چې زمونږ دعا ګانې نه قبلېږي، لامل يې دا دی چې حرام خورو، خپلوۍ ته د خپلوۍ په سترکه نه ګورو، صله رحمي خو مو هيڅ په زړه کې شته ندی!

د ا واړه واړه وحشتونه خو پريږه، چې د يو انسان څخه سر پرې کول، او په ډليزه توګه د ژوندي انسانانو خښول مو کاروبار ګرځېدلی.

دعا د قبلېدو لپاره درې رکنونونه دي:

۱:اخلاص: يعنې په دعا کې د الله “جل جلاله” ذات او صفات خاص کول.

۲: يقين: يعنې دعا د قبلېدو په وخت کې يقين کول، الله پاک به زما دعا ضرور قبلوي.

۳: اطاعت: دالله “جل جلاله” پوره حکمونو منل او غاړه ورته ايښودل.

راځئ مسلمانانو له مونږ څخه اوس هم وخت تېر ندی، د الله تعالیٰ د توبې دروازې لا اوس هم خلاصې دي، راځئ غوږونو ته ګوتې يوسو او د ټولو وحشتونو او ګناهونو څخه توبه اوباسو، او يو ځل بيا لاسونه جيګ کړو او د الله تعالیٰ د لوی دربار څخه د راتلونکي هوسا او آرامه او د اسلامي قوانينو تر چتر لاندې ژوند دعا وغواړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button