تر اوسه مو اوريدل چې په نوې ټکنالوژۍ سره د ځوان نسل بد اخلاقي را پيدا شوې ده او د ډول ډول بد اخلاقيو خپريدونکو ويډيوګانو په وسيله یې، په ټولنه کې د يوه ناسور شکل اختيار کړی دى. خو اوس مو له دې خبروو چې په نوې ټکنالوژۍ سره د بد اخلاقيو مخه څرنګه نيول کيداى شي.
يو شمير ساينسپوهان پدې ګرم ګنل وګڼل شول چې که یې د نوي نسل لپاره د پوهې کچه په نوي کمپوټري سستم سره لوړه کړه نو ورسره یې په بد اخلاقو ويډیوګانو او عکسونو، د خپرولو او کتلو سره د هغوی نه يواځې دا چې پوهه یې په جهالت بدله کړه بلکې په بد ترينو بد اخلاقيو یې اخته کړل.
د بيلابيلو هيوادونو ساينسپوهانو د دې ستونزې د لرې کولو لپاره مشوره وکړه او په ګډه یې يو ايپ جوړ کړ چې په اسانۍ سره پلرونه، د خپلو بچو په مبايلونو کې کتونکې بد اخلاقو ويډيوګانو څخه خبريداى شي.
په نوي ايپ کې پلرونه دا هم کتلای شي چې اولادونه یې په همهال وخت کې په موبايل څه ګوري؟ په کوم ځاى کې دي؟ څوک ورسره ناست دي؟ او دمخه یې په مبايل کومې ويډيوګانې او بد اخلاقه عکسونه ليدلي دي.
دې نوي ايپ ته ساينسپوهانو د ګيلري ګارډين Gallery Guardian نوم ورکړی دی. کوم نارينه او ښځينه ځوان اولادونه چې په مبايل بد اخلاقه عکسونه ګوري، پلرونو ته یې دا هم څرګنديږي چې د اولاد په مبايل کې عکس د چا او د کومې کمپنۍ جوړ او نشرکړل شوى عکس دى.
د معلوماتو له مخې دا تجربه ٩٦سلنه کاميابه شوې ده او اوس د (ګيلري ګارډين) جوړونکي پدې هڅه کې دي چې د خپلو بد ناميو او په ټولنه کې د بد اخلاقيو د مخنيوي لپاره، پلرونو ته د اولادونو د هر ډول عکسونو د معلوماتو په اړه خبر ورکوونکي وسايل زيات کړي.


















